کریکبال وېبپاڼه / د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې او نیدرلينډ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د دریو یوورځینو لوبو لوبلړي په لاره اچول شوي وه.
د ایرلینډ او نیدر لینډ ترمنځ د دریو یو ورځینیو سیالیو څخه لومړي لوبه نیدرلینډ لوبډلې په خپل نوم کړه او دوهمه لوبه ایرلینډ لوبډلې په خپل نوم کړه.او د لومړۍ سیالۍ غچ يې واخیست. خو دریمه لوبه بیا د نیدرلیند لوبډلې وکټله او لوبلړي د ایرلينډ لوبډلې څخه وکټله.
کریکبال وېبپاڼه / د ایرلینډ او نیدرلینډ لوبډلو تر منځ د دریو یووځینیو سیالیو سیریز ۲-۱ نیدرلینډ لوبډلې په خپل نوم کړ او په سوپر لیګ سیالیو کې يې دوهمه بریا هم تر لاسه کړه.
د دواړو لوبډلو تر منځ د سیریز وروستۍ لوبه چې نن د جون میاشتې په اومه نېټه تر سره شوه، لومړی توپ وهنه د ایرلینډ لوبډلې وکړه د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې په ۴۹،۲ اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۶۴ منډو هدف په مخ کې کېښود.
د ایرلینډ لپاره په توپ وهنه کې جوش ډکرل د پنځو څلوریزو پر مټ ۴۰ او هنرې ټکټر ۵۸ تر ټولو زیاتې منډې تر لاسه کړې.
د نیدرلینډ له لوري کلیسن او لوکن بیک بهترینه توپ اچونه تر سره کړه او د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړې يې له مخې پورته کړل.
په دوهم اننګز کې نیدرلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۶ اور کې د شپږو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او مقابلې لوبډلې ته يې د څلورو ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
نیدرلینډ ته سټیپ حان د دریو شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مټ په ۱۱۱ توپونو باندې ۷۴ تر نور زیاتې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله.
د ایرلینډ له لوري که څه هم مکارټي، جوش لیټلې، مکبرین یو یو او سمي سینګ درې لوبغاړي له مخې پورته کړل، خو بیا هم لوبډلې يې ماتې وخوړه.
یاده دې وي چې دا د سوپر لیګ سیالۍ دي چې د ای سي سي له لوري هرې لوبډلې ته اته سیریزونه ورکول شوي چې د ډیرو لوبو په ګټولو سره به لوبډله نیغ په نیغه د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته لارمومي.