د پاکستان سوپر لیګ غوره توپ وهونکي. | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ غوره توپ وهونکي.

خبریال ویب پاڼه / د پاکستان سوداګریز لیګ سیالۍ چې د کرونا له امله ځنډیدلې وې، د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې پيل شوي دي، چې تر دې دمه يې ۱۸ سیالۍ تر سره شوي دي، چې نن ماښام به د یاد لیګ ۱۹مه سیالۍ د افغانستان په وخت ماسختن اته نیمې بجې د پیښور زلمي او کویټه ګلیډیټرز لوبډلو تر منځ تر سره شي.

په دغه لیګ کې تر دې دمه بابر اعظم په شپږو لوبو کې ۳۴۳ منډې جوړې کړې دي چې لومړی مقام له ځان سره لري.

د بابر تر څنګ محمد رضوان په شپږو لوبو
کې د ۳۲۶منډو په لرلو سره دوهم،  محمد حفیظ په شپږو لوبو کې د ۲۱۲ منډو په اخیستلو سره درېیم، شرجیل خان په شپږو لوبو کې د ۲۰۴ منډو په درلودلو سره څلورم، فخر زمان د ۱۹۹ منډو په لرلو سره پنځم، سرفراز خان په پنځو لوبو کې د ۱۸۵ منډو په اخیستلو سره شپږم، جمینز وینس اوم او افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل چې اوس مهال په انګلستان کې دی او غواړي چې هلته په انګلستان کې ویټالیټي سیالیو کې ولوبیږي، دلته يې د خپلې لوبډلې لپاره په پنځو لوبو کې ۱۷۴ منډې تر لاسه کړې وې، چې په اتم ځای کې لا هم قرار لري.

په یاد لیګ کې بیا تر ټولو زیاتې دولس ویکټې ثاقب محمود اخیستي.

د ثاقب محمود تر څنګ شاهین افریدي لس، وهاب ریاز او شهنواز ۹-۹، حسن علي ۸ او افغان لوبغاړي راشد خان بیا ۷ لوبغاړي له مخې پورته کړې دي.

چې په دغه لیګ کې تر دې دمه د راشد خان اړوند لاهور قلتدرز لوبډله د پنځو بریاوو په درلودلو سره لومړی مقام له ځان سره لري.

د لاهور قلندرز لوبډلې تر څنګ د نجیب الله ځدراڼ اړوند کراچۍ کینګز لوبډله د درېو بریاوو په درلودلو سره دوهم، اسلام اباد درېیم، پیښور زلمي لوبډله د درېو بریاوو په درلودلو سره څلورم، د رحمان الله ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډله پنځم او کویټه لوبډله بیا په وروستي شپږم ځای کې قرار لري.

یاده دې وي چې پاکستان سوپر لیګ کې د نور مشهورو لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړي هم لوبیږي، چې له ځانه يې ښې وړتیاوې ښودلې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ