سویلي افریقا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه. | خبریال

سویلي افریقا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / افریقا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز ته د یو اننګز او ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د سویلې افریقا او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو تر منځ د دوو ټیسټ سیالیو سیریز پیل شوی، چې لومړۍ لوبه يې پرون د جون میاستې په دولسمه نېټه د افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

په دغه لوبه کې ویسټ انډیز د لوبې پیل وکړ، د افریقا د قوي بالینګ پر وړاندې يې مقاومت ونشو کړی، په خپله لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۹۷ منډې جوړې کړې.
د ویسټ انډیز لپاره یوازې جیسن هولډر د درېو څلوریزو پر مټ تر نور زیاتې ۲۰ منډې تر لاسه کړې.

د افریقا له لوري لونګي نګیډې پنځه او انرینچ څلور لوبغاړي له مخې پورته کړل.
افریقا د ویسټ انډیز د ۹۷ منډو په تعقیب لوبه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې ۳۲۲ منډې تر لاسه کړې، او ویسټ انډیز لوبډله يې ۲۲۵ منډې باقې کړه.

د افریقا لپاره کوينتن ډيکاک د ۷ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو پر مټ په ۱۷۰ توپونو باندې ۱۴۱* ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

 ویسټ انډیز ته جیسن هولډر څلور، جاډن درې، کیمر روچ دوه او کارنوال یوه ویکټ تر لاسه کړه.

 ویسټ انډیز ته جیسن هولډر څلور، جاډن درې، کیمر روچ دوه او کارنوال یوه ویکټ تر لاسه کړه.

ویسټ انډیز خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه، یو ځل بیا د افریقا د قوي بالینګ ښکار شوه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې د افریقا د ۲۲۵ منډو په مقابل کې یوازې ۱۶۲ منډې تر لاسه کړې او د یو اننګز او ۶۳ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه، یو ځل بیا د افریقا د قوي بالینګ ښکار شوه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې د افریقا د ۲۲۵ منډو په مقابل کې یوازې ۱۶۲ منډې تر لاسه کړې او د یو اننګز او ۶۳ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه سیالۍ د همدې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او په ۲۳ مه نېټه به پای ته ورسیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ