شعیب ملک: راشد خان د لوبي بدلونکي لوبغاړي دي.
کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې «پېښور زلمي» لوبغاړي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان لوبه بدلونکی لوبغاړی دی.
راشدخان ارمان، چې تیره ورځ په پي ایس ایل لیګ کې یې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، په اړه یې شعیب ملک د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ویلې، چې راشدخان زموږ ملا راماته کړه.
نوموړي ویلي
« دا راشدخان ارمان و، چې د پنځو ویکټو په اخیستلو سره یې زموږ ملا راماته کړه. راشدخان ارمان په نړۍ کې ډېر تکړه او نامتو توپوهونکي سوځولې او راشد لوبه بدلونکی توپاچونکی دی.»
د پاکستان سوپرلیګ، چې د کورونا وبا له امله ځنډول شوی و، د چهارشنبې په ورځ یوځلې بیا د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمنځ په لوبه کولو راپيل شو، چې په همغه لوبه کې راشدخان ارمان د لاهور قلندرز لپاره په زړهپوري توپاچونه او توپوهنه وکړه.
د پاکستان سوپرلیګ، چې د کورونا وبا له امله ځنډول شوی و، د چهارشنبې په ورځ یوځلې بیا د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمنځ په لوبه کولو راپيل شو، چې په همغه لوبه کې راشدخان ارمان د لاهور قلندرز لپاره په زړهپوري توپاچونه او توپوهنه وکړه.
راشدخان په څلورو اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی یې وسوځاوه.
ددې ترڅنګ یې په یاده لوبه کې په ۵ توپونو ۱۵ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله او وروسته د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
خو پرون لاهور قلندرز لوبډله د پېښور زلمي لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشدخان ارمان د بیاځلېدو په مټ بیا بریا خپله کړه.
قلندرز لوبډله د پېښور زلمي لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشدخان ارمان د بیاځلېدو په مټ بیا بریا خپله کړه.
په پرونۍ لوبه کې راشد خان ارمان څلورو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې هم وسوځول او ددې ترڅنګ یې بیا په توپوهنه کې په ۷ توپونو ۸ منډې هم وکړې.
په پرونۍ لوبه کې هم راشدخان ارمان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.