د راشد خان په شتون کې يي لوبډلې يي لوبه وبایلله
کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر ليګ یا پي ایی ایل سياليو په دوام د راشد خان ارمان د اړوند لاهور قلندرز لوبډلې له اسلام اباد يونايټد لوبډلې څخه د ۲۸ منډو په توپير ماتې ومنله.
همدارنګه د ياد ليګ شلمه لوبه د دواړو لوبډلو ترمينځ د اسلام اباد لوبډلې په توپ وهنې پيل شوه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې د راشد اړوند لاهور قلندرز لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
په توپ وهنه کې اسلام اباد یونایتید لوبډلې ته آصف علي ۷۵ منډې او افتخار احمد ۴۹ منډې ترلاسه کړي.
د لاهور قلندرز لوبډلې ته په توپ اچونه کې فولکنر درې، شاهين افريډي او حارث رؤوف دوه ـ دوه؛ خو راشد خان ارمان او ډانيال کوم لوبغاړی ونه شوي سوځاوه.
لاهور قلندرز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۸ منډو په توپير وبايلله.
راشد ارمان د توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه کې هم ښه ونه ځلېد، په ټاکلو څلورو اورونو کې يې د کوم لوبغاړي له سوځّولو پرته ۳۶ منډې وکړې او په توپ وهنه کې يې یوازې څلور منډې جوړې کړې.

همدارنګه د يادې لوبې غوره لوبغاړی آصف علي ونومول شو.
د يادونې وړ ده، چې راشد خان تر دې وړاندې سيالۍ کې په بهترينې توپ اچونې د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي سوځولي وو او د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.