اسلام اباد یونایتید د کراچي پر وړاندي | خبریال

اسلام اباد یونایتید د کراچي پر وړاندي

خبریال وېبپاڼه  / د پي ایس ایل سیالیو په دوام نن یو مهمه لوبه د نجیب او نور احمد په شتون کې تر سره کیږي.

د پاکستان غوره لیګ پي ایس ایل سیالیو ۲۲مه لوبه نن د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د افغانستان په وخت ماسختن اته نېمې بجې د اسلام اباد یونایټډ لوبډله د نجیب الله ځدراڼ او نور احمد اړوند کراچۍ کینګز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته راځي.

اسلام اباد لوبډله یو له هغو لوبډلو څخه ده چې تر دې دمه يې په اوو سیالیو کې پنځه يې ګټلې، دوه يې بایللې، د لسو نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي سر کې قرار لري.

د نجیب او نور احمد اړوند کراچۍ کینګز لوبډلې بیا شپږ سیالۍ تر سره کړې، چې درې يې ګټلې، درې يې بایللې، د شپږ نمرو په لرلو سره په څلورم ځای کې شتون لري.

په یاد لیګ کې اسلام اباد د پنځو بریاوو په درلودلو سره لومړی، د راشد اړوند قلندرز لوبډله د پنځو بریا په لرلو سره دوهم، پیښور زلمي لوبډله د څلورو بریاوو په درلودلو سره درېیم، کراچۍ کینګز لوبډله څلورم، د ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډله د درېو بریاوو په لرلو سره پنځم او کویټه ګلیډیټرز لوبډله چې په اوو سیالیو کې یوازې یوه سیالۍ ګټلې ده د دوو نمرو په لرلو سره په وروستي شپږم ځای کې قرار لري.

یاده دې وي چې پاکستان سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي، چې تر دې مهاله يې ۲۱ سیالۍ تر سره شوي دي.

د پاکستان سوپر لیګ د نمرو په جدول کې اسلام اباد لوبډله په لومړي مقام کې ده. اسلام اباد لوبډلې اووه لوبي ترسره کړي چي د یادو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او د لسو نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې ده.

په دوهم مقام کې د راشد خان اړوندلوبډله لاهور قلندرز د لسو نمرو په درلودلو سره قرار لري.

دریم مقام کې پیشاور زلمي لوبډله شتون لري چي اته نمري لري.

څلورم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله شتون لري کراچي لوبډله شپږ نمري لري.

پنځم مقام کې د ملتان سلطان هم د شپږو نمرو په درلودلو سره شتون لري.

په وروستي مقام کې کويټه لوبډله د دوه نمرو په درلودلو سره شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ