د نجیب الله ځدران نیمه سلیزه په اوبو لاهو شوه | خبریال

د نجیب الله ځدران نیمه سلیزه په اوبو لاهو شوه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان د سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو په دوام بیګا شپه د یاد لیګ په دوه ویشتمه لوبه کې کراچي کینګز او اسلام اباد یونایتید سره مخ شوي.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د اسلام اباد یونایتید لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د کراچي کینګز لوبډلې ته ورکړه.

کراچي کینګز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ١٩٠ منډې ترلاسه او اسلام اباد یونایتید لوبډلې ته يي په شل اورونو کې يي ١٩١ منډې هدف ورکړه.

د کراچي کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې يي بابر اعظم او نجیب الله ځدران تر نورو لوبغاړو ښه وځلیده.
بابر اعظم په ٥٤ توپونو باندي يي ٨١ منډې ترلاسه کړي او همدارنګه نجیب الله ځدران په ٤٢ توپونو باندي يي ٧١ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره په ١٨.٤ اورونو کې پوره کړه او ١٩١ منډې ترلاسه کړي او کراچي کینګز لوبډلې ته يي په اتو ویکټو ستره ماتي ورکړه.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کولین مینرو او افتخار احمد ښه وځلیده.

کولین مینرو د اسلام اباد یونایتید لوبډلې لپاره په ٥٦ توپونو باندي يي ٨٨ ناسوځیدلي منډې او افتخار احمد په ٣٩ توپونو باندي ٧١ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

د کراچي کینګز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وقاس مقصود او عباس افریدي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د لوبي غوره لوبغاړي جایزه افتخار احمد ته ورکړل شوه.نوموړي په ٣٩ توپونو باندي ٧١ منډي او همدارنګه په توپ اچونه کې يي په دوه اورونو کې کمي لس منډې ورکړي.

د یاد لیګ په دوام نن دوه لوبي ترسره کیږي چي لومړي لوبه يي د کویټي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. همدارنګه دوهمه لوبه د پیشاور زلمي او کراچي کینګز ترمنځ د شپي مهال ترسره کیږي.

د یاد لیګ په دوام نن دوه لوبي ترسره کیږي چي لومړي لوبه يي د کویټي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. همدارنګه دوهمه لوبه د پیشاور زلمي او کراچي کینګز ترمنځ د شپي مهال ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ