د نړیوال جام په اړه د نوین الحق تازه څرکندوني | خبریال

د نړیوال جام په اړه د نوین الحق تازه څرکندوني

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکی نوین الحق وايي، چې افغان لوبډله په راروانو څلور یا پنځه کلونو کې په نړیوال جام کې اتلولي خپله شي، ځکه چې په محدوده اورونو لوبو کې افغان لوبغاړي ډېر استعداد لري او سترو لوبډلو ته ماتې ورکولی شي.

نوین الحق اوسمهال په انګلستان کې دی چې هلته په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي، نوموړي په انګلستان کې له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان ورو توپ اچونکي مشهور دي، خو هغه غواړي چې نړۍ ته وښايي، د افغانستان چټک توپ اچونکي که څه هم ډېر سپيډ نه لري خو مهارتونه لري.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په ای پي ایل کې د لوبېدو ارمان هم ښکاره کړ او وې ويل چې دا یې ارمان دی چې د مهیندر سینګ دهوني په لوبډلمشرۍ کې په ای پي ایل کې ولوبېږي.

نوین الحق وویل، هیله یې دا ده، تر څو چې هغه په ای پي ایل کې اخیستل کېږي، چې تر هغه پورې مهیندر سینګ دهوني د ای پي ایل لوبې نه وي پرېښي.

نوموړي د خپلې خوښې د کرکټر په اړه وویل، چې مخکې يې حمید حسن خوښېده، خو اوس د جسپریت بومرا توپ اچونه خوښوي او همدا راز د روهیت شرما توپوهنه یې خوښېږي

نوین الحق چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ملي لوبډلې لپاره يي اووه پنځوس اوریزي یا یوورځیني لوبي ترسره کړي او په یادو اووه یوورځینو لوبو کې ١٤ ویکټي يي هم ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یوورځینو لوبو کې يي د ٤٢ منډو په ورکولو سره يي څلور لوبغاړي سوځول وه.

همدارنګه نوین الحق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي اته شل اوریزي لوبي هم ترسره کړي او په یادو اتو شل اوریزو لوبو کې يي ١٣ ویکټي ترلاسه کړي دي غوره توپ اچونه يي په شل اوریزه لوبو کې يي د ٢١ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټي ترلاسه کول وه.

٢٣ لست ای لوبي هم ترسره کړي چي په یادو ٢٣ لست ای لوبو کې يي ٣٤ ویکټي هم ترلاسه کړي دي. او غوره توپ اچونه يي په په لست ای لوبو کې يي د ٤٠ منډو په ورکولو سره يي پینځه لوبغاړي سوځول وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ