د پي ایس ایل سیالیو په دوام نن دوه جالبې لوبي ترسره کیږي | خبریال

د پي ایس ایل سیالیو په دوام نن دوه جالبې لوبي ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ د سیالیو په دوام نن به په یاد لیګ کې دوه لوبي ترسره شي.

د یاد لیګ ٢٣ لوبه او د نن ورځ لومړي لوبه به د کویټي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.چي یاده لوبه د ماښام په شپږ بجې پیل شي.

د یادولو وړ ده چي د لاهور قلندرز لوبډلې سره راشد خان هم لوبیږي چي راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په ورستیو کې ښي لوبي ترسره کړي نوموړي د پیشاور زلمي لوبډلي پر وړاندي پینځه ویکټي هم ترلاسه کړي وي نن یو ځل بیا تمه ده چي راشد خان به د خپلي لوبډلې لپاره غوره توپ اچونه ترسره کړه.

همدارنګه دوهمه لوبه چي د شپي یولس بجي به پیل شي د پیشاور زلمیو او کراچي کینګز لوبډلو ترمنځ به ترسره شي. همدارنګه د پیشاور زلمیو لوبډلي سره حضرت الله ځاځي او وقار سلام خیل لوبیږي او د کراچي کینګز لوبډلې سره نجیب الله ځدران او نور احمد لکنوال لوبيږي.

شاید په نني لوبه کې حضرت الله ځاځي ته هم چانس ورکړي ځکه چي د یادي لوبډلي دري مهم بهرني لوبغاړي چي ډیويډ میلر هم پکي شامل دي ویسټ انډیز ته ملي سیالیو په خاطر تللي دي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د پیشاور زلمیو لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي یوه لوبه يي کټلي او شپږ لوبي يي بایللي دي د دوه نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ