محمد عامر بیرته نړیوال کرکټ ته راستنیږي | خبریال

محمد عامر بیرته نړیوال کرکټ ته راستنیږي

خبریال وېبپاڼه / یو شمیر پاکستاني رسني وايي چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې کراچۍ کینګز لوبډلې چټک توپ اچونکي محمد عامر یو ځل بیا نړیوال کرکټ ته راستنیږي.

محمد عامر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو مهم لوبغاړي وه.
محمد عامر چي د تیر کال ٢٠٢٠ د ډیسمبر میاشت کې د پاکستان کرکټ بورډ د خراب مدیرت له امله استعفاء ورکړي وه. نوموړي د نهه ویشتو کالو په عمر د نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړي وه.

خو اوس تازه یو شمیر پاکستاني رسني وايي چي محمد عامر خپله پریکړه بیرته اخیستي او غواړي چي یو ځل بیا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ولوبیږي.

همدارنګه یادي رسني زیاتوي چي محمد عامر خپل موشکلات د کرکټ بورډ له مشر سره شریک کړي که چیري کرکټ بورډ یادو موشکلاتو ته د خل لاره وګوري نو دي به بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شي.

محمد عامر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړي توپ اچونکي دي. نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ٥٠ شل اوریزي سیالي ترسره کړي دي. چي په یادو ٥٠ شل اوریزو لوبو کې يي ٥٩ ویکټي يي هم ترلاسه کړي غوره توپ اچونه يي په شل اوریزو لوبو کې يي د ١٣ منډو په ورکولو سره يي ٤ لوبغاړي سوځول وه.

محمد عامر همدارنګه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يي ٦١ یورځیني یا پنځوس اوریزي لوبي هم ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ٨١ ویکټي ترلاسه کړي. غوره توپ اچونه يي په یوورځینو لوبو کې د ٣٠ منډو په ورکولو سره يي پنځه لوبغاړي سوځول وه.

همدارنګه محمد عامر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ٣٦ ټیسټ لوبي هم ترسره کړي چي په ٦٧ پاڼیو کې توپ اچونه ترسره کړي او ١١٩ ویکټي يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په ټیسټ لوبو کې يي د ٤٤ منډو په ورکولو سره شپږ ویکټي ترلاسه کړي دي.

محمد عامر د توپ اچوني ترڅنګ توپ وهنه کې يي بیا په شل اوریزو لوبو کې يي اوچت سکور يي ٢١ دي. په پنځوس اوریزو لوبو کې اوچت سکور يي ٧٣ دي او په ټیسټ لوبو کې يي اوچت سکور يي ٤٨ دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ