نجیب الله ځدران په اړه د جعفر هاند څرکندوني
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وتلی توپ وهوونکی نجیب الله ځدراڼ چې ستر کرکټر دی، خو په افغان لوبډله کې تل توپ وهنې ته ډیر ناوخته راوځي او د بیټینګ پرمهال د ډیرو کمو توپونو مېلمه وي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه عمده ستونزه چې تل ورسره مخ وي هغه د لوبغاړو ترتیب دی چې هیڅ په یوې سیالۍ کې هم دا معلومه نه شوه چې کوم لوبغاړی په کوم وخت کې راووځي؟
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په کپتان او روزونکي تل دا نیوکي کېدلې چې ولې په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو ښه توپ وهوونکی نجیب الله ځدراڼ وروستیو اورونو ته راویستل کیږي چې له امله یې نوموړی یوازې د دوو دریو بالونو یاهم یو اور توپ وهنې مېلمه وي.
د نجیب الله ځدراڼ د توپ وهنې پوزیشن په تړاو تازه بحث وروسته له هاغې راپورته شو کله چې نوموړي بیګا شپه د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د کراچۍ لوبډلې لپاره په څلورمه ویکټ توپ وهنه ترسره کړه او په ۴۲ توپونو یې چټکې ۷۱ منډې جوړې کړې.
نجیب الله ځدراڼ په خپلې توپ وهنه کې څلور شپږیزې او پنځه څلوریزې هم ووهلې او هم یې له بابر اعظم سره د ۱۰۰ منډو ډیر ملګرتیا جوړه کړه.
نجیب الله ځدراڼ د کراچۍ لوبډلې لپاره هغه مهال توپ وهنې ته رښکته شو کله چې د دې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځیدل نجیب هم د دغې فرصت نه په ګټې اخیستنې سره خورا ښې منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ مبصرین هم په دې اند دي چې نجیب الله ځدراڼ ته باید په ملي لوبډله کې په درییمه یاهم څلورمه ویکټ د توپ وهنې وخت ورکړل شي.
نجیب تل په ملي لوبډله کې په شپږمه یاهم په اوومه ویکټ میدان ته راوځي چې له امله یې نوموړی ډیر کم توپونه لوبوي او د لوبې اننګز پرې بشپړ شي.
د افغانستان د کرکټ مبصرین او مینه وال له روزونکي او کپتان غواړي چې نجیب دې په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې لږ تر لږه په څلورمه ویکټ راوباسي.
په ورته مهال د افغانستان د کرکټ څارونکي او خبریال محمد جعفر هاند هم د نجیب لوبه څارلې ده او په یوې لیکنه کې د نجیب الله ځدراڼ په اړه د توپ وهنې مناسب ځای باندې بحث کړی دی.
جعفر هاند لیکلي: نجیب ځدراڼ راته د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې ویلي وو: زه تل دوی (کپتان او مدیریت) ته وایم چې زما نوبت مخکې کړئ، خو دوی یې دا کار نکوي.
جعفر هاند وایي، د افغانستان په ملي ټیم کې عمده ستونزه دا ده چې بېټېنګ ارډر او د توپ وهونکو ترتیب یې ثابت نه دی. یوه ورځ به یو لوبغاړی په دویم نوبت راوویستل شو او بله ورځ به بیا هماغه لوبغاړی په پنځم نوبت راوویستل شوي.