نیوزیلنډ د ټیسټ لوبو د اتلولیو پایلوبي ته خپله لوبډله اعلان کړه
خبریال وېبپاڼه / د نيوزيلنډ کرکټ بورډ د ټيسټ نړيوالو اتلوليو پايلوبو ته خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه، چې نوي لوبغاړي هم پکې شامل دي.
نيوزيلنډ ملي لوبډلې له انګلستان څخه تر لوبلړۍ ګټلو وروسته د ټپونو له کبله تر ټولو غوره سوکه توپ اچوونکی میچل سټنر له لاسه ورکړ، چې د ټيسټ سياليو په پایلوبه کې به يې پر ځای اعجاز پټيل ولوبېږي.
ډواګ بکيوال، ډؤفي، ډرايئل ميچل او ریچن رويندرا نور هغه لوبغاړي دي، چې له يادې ټيسټ لوبې د بيلا بېلو دلايلو له کبله کېنول شوي دي.
نیوزیلنډ له لورې ډيوين کانوې ته هم په لوبډله کې ځای ورکړی دی.
کانوې د لارډ په تاريخي لوبغالي کې د خپل ټيسټ کرکټ په لومړۍ سيالۍ کې دوه سوه منډې وکړې او هم يې د دوهمې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۸۰ ارزښتناکې منډې وکړې، چې پدغه مهمه سيالۍ کې يې د ده لوبېدو ته لار پرانېسته.
د نيوزیلنډ په لوبډله کې ( لوبډلمشر کين ويليمسن، ټرينټ بولټ، ډېوېن کانوی، اعجاز پټيل، ټام لاتم، کولن ډي ګرينډهوم، ټام بلنډل، مت هنري، کايل جيمسن، هنري نيکولاس، ټام سودي، راس ټايلر، واګنر، واټلينګ او ويل يانګ) شامل لوبغاړي دي.
د نړيوال ټيسټ اتلوليو پايلوبه د جون په ۱۸ مه د هند او نیوزيلنډ ملي لوبډأو ترمينځ په انګلستان کې ترسره کېږي، چې هند ملي لوبډلې څه موده وړاندې يادې سيالۍ ته د چمتووالي په موخه د ويرات کوهلي په لوبډلمشرۍ انګلستان ته سفر کړی دی.
هند لوبډلې هم يادو سياليو ته ۱۸ کسيزه لوبډله اعلان کړې، چې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځوانو لوبغاړو شيبمان ګیل، شارډال ټاکور او اکسار پټيل ته يې هم په لوبډله کې ځای ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، چې هند ملي لوبډله دوه ځایه ده، چې د نيوزيلنډ پر وړاندې په انګلستان کې يې د يوې لوبډلې د لوبېدو تر څنګ پر همدغه مهال بله لوبډله د سريلانکا په سفر وي