پي ایس آیل سیالیو کې د کويټي لوبډلې دوهمه بریا | خبریال

پي ایس آیل سیالیو کې د کويټي لوبډلې دوهمه بریا

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل سیالیو په دوام په درویشتمه لوبه د کویټي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه

د یادي لوبي ټاس د لاهور قلندرز لوبډلې وکټه او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د کويټي لوبډلې ته ورکړه. د کويټي لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان يي ١٥٨ منډې يي ترسره کړي او لاهور قلندرز لوبډلې ته يي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي ١٥٩ منډې هدف يي ورکړه.

د کویټي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې جیک په ٤١ توپونو باندي ٤٨ ، سرفراز احمد په ٢٧ توپونو باندي يي ٣٤ او اعظم خان په ١٨ توپونو باندي يي ٣٣ منډې ترلاسه کړي.

د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې جیمس، محمد حفیظ او راشد خان یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

لاهور قلندرز لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ١٨ اورونو کې يي ١٤٠ منډې ترسره کړي او لوبه تري د کویټي لوبډلې د ١٨ منډو په توپیر وکټله.

د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر نورو لوبغاړو ټایم ډیويډ ښه وځلیده. نوموړي په ٢٧ توپونو باندي يي ٤٦ منډې ترلاسه کړي.

د کویټي لوبډلې لپاره خرم شهزاد او عثمان خان شینواري دري دري ویکټي او محمد نواز بیا دوه ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي عثمان خان شینواري وټاکل شو. نوموړي په څلورو اورونو کې د ٣٢ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي وي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د پیشاور زلمیو لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او شپږ لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ