حضرت الله ځاځي غوره توپ وهنه خپله لوبډله يي تر بری ورسوله | خبریال

حضرت الله ځاځي غوره توپ وهنه خپله لوبډله يي تر بری ورسوله

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو په دوام څلرویشتمه لوبه د پیشاور زلمي او کراچي کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

چي پیشاور زلمي لوبډلي سره حضرت الله ځاځي او کراچي کینګز لوبډلې سره بیا نجیب الله ځدران او نوراحمد لکنوال ولوبیدل.

د لوبي ټاس یا بچه د پیشاور زلمو لوبډلې وکټله او د توپ اچوني يریکړه يي وکړه.او د توپ وهني بلنه يي د کراچي کینګز لوبډلې ته ورکړه.

کراچي کینګز لوبډلي په شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ١٠٨ منډې وکړي او پیشاور زلمو لوبډلي ته يي د ١٠٩ منډو هدف ورکړه.

د کراچي کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عباس افریدي ٢٧ او شرجیل خان ٢٥ منډې ترلاسه کړي.

د پیشاور زلمو لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې ابرار احمد او وهاب ریاض دري دري ویکټي او سمین ګل دوه ویکټي ترلاسه کړي.

پیشاور زلمو لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته د څلور لوبغاړو په زیان په ١١ ام اور کې ځان ورسوي.

همدارنګه د پیشاور زلمو لوبډلې په بریا کې حضرت الله ځاځي غوره رول ولوبوه. نوموړي په ٢٦ توپونو چټکي ٦٣ منډې ترلاسه او خپله لوبډله تر بریا ورسوله.

د لوبي غوره لوبغاړي هم حضرت الله ځاځي وټاکل شو.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اته لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او شپږ لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ