حضرت الله ځاځي په خپله لومړني لوبه کې ریکارډ جوړ کړه | خبریال

حضرت الله ځاځي په خپله لومړني لوبه کې ریکارډ جوړ کړه

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ وهوونکي حضرت الله ځاځي تېره شپه د پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل سیالیو کې د پېښور زلمیو لوبډلې ته په خپلې لومړۍ لوبه کې په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په ۲۴ مه لوبه کې بېګا شپه د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز لوبډلې سره په لوبه کې مخ شوې چې د حضرت ځاځي په ښې توپ وهنې سره پکې پېښور زلمیو لوبډلې بری خپل کړ.

په دغې لوبه کې پچه د پېښور زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، کراچۍ لوبډلې بیا په لومړۍ توپ وهنه کې یوازې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه.

د کراچۍ په لوبډله کې د افغانستان څخه تنکی ځوان نور احمد لکڼوال او نجیب الله ځدراڼ هم ولوبیده.

ټاکل شوی د ۱۰۹ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په یوولس اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې په شپږو ویکټو وګټله.

د پېښور زلمیو لوبډلې لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ وهوونکي حضرت الله ځاځي د لوبې پیل واخیست چې پکې نیمه سلیزه یې ووهله او هم یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

حضرت ځاځي په دې لوبه کې لومړی په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، خو د ۲۶ توپونو په لوبولو سره یې ټوټل ۶۳ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو.

حضرت ځاځي په خپله توپ وهنه کې څلور سترې شپږیزې او اته څلوریزې هم ووهلې چې د سږني پې ایس ایل خورا چټکه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.

حضرت ځاځي په ۱۷ توپونو د نیمه سلیزې په وهلو سره په دې سره د پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل لوبو کې د چټکو نیمه سلیزو لوبغاړو په قطار کې خپل نوم ځای کړ.

له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې پاکستاني اصف ۲۰۱۹م کال پي ایس ایل سیالیو کې بیا کامران اکمل په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه وهلې وه، خو په ۲۰۲۰م کال کې افغان لوبغاړي حضرت ځاځي بیا په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله.

حضرت الله ځاځي چې په ۱۷ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله د دغو لوبغاړو په منځ کې د درییم لوبغاړي په توګه خپل نوم ځای کړ او ریکارډ یې ورسره برابرکړ.

د یادولو ده چې په دغې لوبه کې بیا بلخوا د افغانستان ځوان لوبغاړي نور احمد هم په خپله لومړۍ لوبه کې یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ