اسټرالیا د ویسټ انډیز او بنګله دیش پر وړاندي سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه | خبریال

اسټرالیا د ویسټ انډیز او بنګله دیش پر وړاندي سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / اسټرالیا کرکټ بورډ د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندي د سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي جولای میاشتي په لسمه نیټه له ویسټ انډیز سره پنځه شل اوریزي او دري یوورځیني لوبي ترسره کړي.

چې لومړي به يې د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز پیل شي، چې لومړۍ سیالي به يې د جولای میاشتې په ۱۰مه نیټه دوهمه شل اوریزه لوبه يې په ۱۱مه نیټه او درېیمه شل اوریزه لوبه به يې په ۱۳مه نیټه څلورمه يې په ۱۵مه نیټه او وروستۍ هغه يې بیا په ۱۷مه نېټه تر سره کیږي.

له یادو سیالیو وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ د درېو یوورځینیو سیالیو لوبلړۍ پیل شي، چې لومړۍ سیالي به يې د جولای میاشتې په ۲۰مه نیټه دوهمه يې په ۲۲مه او وروستي سیالي به يې بیا په ۲۴مه نېټه تر سره کیږي.

یادو سیالیو وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ د درېو یوورځینیو سیالیو لوبلړۍ پیل شي، چې لومړۍ سیالي به يې د جولای میاشتې په ۲۰مه نیټه دوهمه يې په ۲۲مه او وروستي سیالي به يې بیا په ۲۴مه نېټه تر سره کیږي.

یاده دې وي چې د همدغو سیالیو لپاره اسټرالیا کرکټ بورډ خپله اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله له ویسټ انډیز او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو سره سیالۍ تر سره کړي، چې د همدغو سیالیو لپاره اسټرالیا کرکټ بورډ  خپله اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې تر ډیره سینیر لوبغاړي پکې نه لیدل کیږي.

د اسټرالیا په اتلس کسیزه لوبډله کې د لوبډلمشر ارون فینچ تر څنګ اشټون اګر ، ویس اګر ، جیسن ، الیکس کیري ، ډین کرسچین ، جوش هزلي ووډ ، موسیس هینریکس ، مچل مارش ، ریلي میرډیت ، بین مکډرموت ، جوش فیلیپ ، مچل سټارک ، مچل سویپسن ، اشټن ټرنر ، انډریو ټای ، میتیو ویډ او ادم زمپا شامل لوبغاړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ