پي ایس ایل کې نن شپه یوه لوبه ترسره کیږي | خبریال

پي ایس ایل کې نن شپه یوه لوبه ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام نن شپه د افغانستان په وخت ماسختن اته نیمې بجې د رحمان الله ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډله د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته راځي.

دغې سیالۍ ته دواړو لوبډلو پوره چمتووالی ښودلی او سیالۍ به په خپل وخت پيل شي.

د ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډلې په روان پي اېس ایل سیالیو کې تر دې دمه اوه سیالۍ تر سره کړې، چې درې يې ګټلې، څلور يې بایللې د شپږو نمرو په درلودلو سره د جدول په څلورم ځای کې قرار لري.

کویټي لوبډلې بیا په اتو لوبو کې یوازې په دوو لوبو کې بریاوې تر لاسه کړې دي، چې د څلورو پوینټونو په لرلو سره د جدول په وروستي ځای کې ده.

تر دې مهاله په روان لیګ کې اسلام اباد لوبډله د شپږو بریاوو په درلودلو سره لومړی، د حضرت ځاځي اړوند پیښور زلمي لوبډله د پنځو لوبو په ګټلو سره دوهم، د راشد اړوند لاهور قلندرز لوبډله د پنځو بریاوو په درلودلو سره درېیم، د ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډله څلورم، د نجیب او نور احمد اړوند کراچۍ کینګز لوبډله د دریو لوبو په ګټلو سره پنځم او کویټه لوبډله په وروستي شپږم ځای کې قرار لري.

یاده دې وي چې پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د کرونا له امله ځنډیدلې وې، چې اوس بیرته د شپږو لوبډلو تر منځ د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي، چې تر اوسه يې ۲۴ سیالۍ تر سره شوي دي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اووه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اته لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اوو لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او شپږ لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ