نور احمد لکڼوال په خپله لومړني لوبه کې غوره توپ اچونه ترسره کړه
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د نولس کلنې ملي لوبډلې ۱۶ کلن ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال بېګا شپه د کراچۍ لوبډلې لپاره په پي ایس ایل سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وکړه چې پکې د پاکستان د چټک توپ وهوونکي حیدر علي ویکټ ترلاسه کړه.
د افغانستان د کرکت ۱۹ کلنې ملي لوبډلې تنکي ورو توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال بېګا شپه د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د کراچۍ لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.
د نور احمد لکڼوال دا لومړۍ لوبه وه چې د پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل سیالیو کې ترسره کړه، خو د دې لوبډلې د کم هدف له امله یې په ډاډه زړه توپ اچونه ترسره نه کړه، خو کپتان یې پرې درې اورونه وکړل.
د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دغې ۲۴مه لوبه کې د کراچۍ کینګز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۹ منډو هدف پېښور زلمیو لوبډلې ته وټاکه چې توپ اچوونکو ترې دفاع ونشوه کړی.
دغه هدف د پېښور زلمیو لوبډلې په یوولس اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د حضرت ځاځي د ۶۳ چټکو منډو پر مټ پوره کړ او کراچۍ لوبډله یې ماته کړه.
داچې هدف بیخی کم و، خو بیا هم د کراچۍ لوبډلې کپتان اعماد وسیم د پاور پلی شپږو اورونو د بشپړیدو وروسته اووم اور ته د افغانستان ځوان لوبغاړی نور احمد انتخاب کړ، نوموړي په خپل لومړي اور کې ۱۱ منډې ورکړې چې دوه څلوریزې پرې ولګیدلې.
نور احمد لکڼوال د لومړي اور د پای ته رسیدو وروسته بیاځلي د لوبې نهم اور لپاره توپ اچونې ته راغی چې پکې د دوو منډو په ورکولو سره یې د پاکستان چټک ځوان توپ وهوونکی حیدر علي وسوځوه.