په یاد لیست کې حضرت الله ځاځي دریم مقام لري
خبریال وېبپاڼه / هغه لوبغاړي چي په نړیوال شل اوریزو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو چټکې سلیزي يي ترلاسه کړي.
مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو کوم چي يي په شل اوریزو لوبو کې تر نورو لوبغاړو چټکي سلیزي يي وهلي وي.
شل اووريز کریکټ د هغو لوبغاړو لپاره دی چې بریدګره لوبه کوي او د غټو شاټونو وړتیا ولري،چې ښه مثال یې د افغانستان کريکټ لوبډله ده.
خو ذوقونه توپیر لري،ځیني ټيسټ خوښوي،ځينې يو ورځنۍ او ځیني بیا شل اووریزي لوبې،خو دا چې د شل اووریز کریکټ اوورونه محدود دي نو ځکه يې په لوبغالي کې د مينوالو خورا رش وي او د هري شېبې څخه یې له نيږدې خوند اخلي.
موږ تاسو ته ٤ هغه لوبغاړي در پېژنو چې په نړيوال شل اووریز کریکټ کې يې په لږو توپونو سليزې وهلي وي.
لومړي: ډيويډ میلر د کریکټ په نړۍ کې د کيلر يا قاتل په نامه مشهور دی،د هر ډول توپ په وړاندې د ښه لوبولو وړتيا لري او د کریکټ په هر فارمټ کې بریالی لوبغاړی دی.
میلر په نړیوال شل اووریز کریکټ کې د تېزې سلیزې ریکارډ لري.
نوموړي په ٢٠١٧ز کې دا کارنامه وکړه.
ډيويدميلر د بنګلدېش په وړاندې د بنګلدېش په کوربتوب په ٣٥ توپونو سلیزه ووهله او دا نړيوال ريکارډ يې پخپل نوم کړ.
دوهم: روهیت شرما د بونسر توپونو تر ټولو غوره لوبوونکی دی نو ځکه په نړيوال کریکټ کې د هيټ مين په نامه مشهوره دی.
نوموړي د ډيويډ ميلر په څېر په ٣٥ توپونو تېزه سلیزه ووهله.
خو د روهیت سلیزه بیا د سریلانکا په وړاندې وه او ٢٠١٧ز کال وو.
دریم: حضرت الله ځاځی په ډېر لږ وخت کې د خپل استعداد په مټ ډېر ژر مشهور شو او په پرلپسې ډول یې ریکارډونه جوړ او مات کړه.
حضرت الله ځاځي په ٢٠١٩ز کال کې د ايرلينډ په وړاندې د عثمان غني سره د شل اووریز کریکټ د تاریخ اوږده ملګرتیا جوړه کړه،او د شل اووريز کریکټ د تاريخ تر ټولو لوړ هدف یې وټاکه او په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې يې تر اررون فینچ وروسته په يوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې.
نوموړي په هماغه ورځ په نړیوالو شل اووريزو لوبو کې د دریمې چټکې سلیزې ریکارډ خپل کړ.
حضرت الله ځاځي د ايرلينډ په وړاندې په ٤٢ توپونو سلیزه ووهله.
څلورم: تر ډېويډ ميلر وروسته د سويلي افريقا يو بل توپوهونکی هم په نړيوال شل اووريز کريکټ کې د تېزې سليزي ريکارډ لري.
ريچارډ د نيوزلينډ په وړاندې دا ریکارډ جوړ کړ چې وروسته نورو لوبغاړو مات کړ.
دا هغه څلور لوبغاړي دي کوم چي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو چټکي سلیزي جوړي کړي دي.