افغان کرکټ بورډ نړيوال شل اوريز جام لپاره د مالي ملاتړ په لټه کې دی
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال شل اوريز نړيوال جام سياليو لپاره د مالي ملاتړ په لټه کې دی.
همدارنګه په یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول وړ دعوه طلب کولای شي، چې د مالي ملاتړ امتياز له کرکټ بورډ څخه ترلاسه کړي.
افغان کرکټ بورډ چې د نړيوالو ستورو په لرلو سره د بیا هم د مالي ملاتړ له پلوه کمزوري دی، ډېر کله پرې د لوبو ماهرين او مينه وال سختې نيوکې کوي.
تازه د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک هم د په يوه مرکه کې يادو اندېښنو ته ځواب ويلی دی او وايي، چې کرکټ بورډ له مالي پلوه هيڅ ستونزه نه لري.
نوموړي زياته کړې، چې د کرکټ بورډ ټول کارونه له پلان سره سم روان دي او کوم خنډ يې پر وړاندې نشته او ډېر ژر به د نړيوال جام لپاره هم مالي ملاتړ پيدا کړي.
کرکټ بورډ ته نږدې يو شمېر سرچينو دا هم ويلي، چې کرکټ بورډ په اکتوبر مياشت کې د پلان شوو لوبلړيو د ترسره کولو په لټه کې دی.
په همدې مياشت کې درې لوبلړۍ، چې ټولې اووه سيالۍ کېږي ترسره کېږي او له همغه ځايه به ملي لوبډله نړيوال جام ته ځي.
که يادې سيالۍ ترسره شي، نو کرکټ بورډ ته د شاوخوا دوه ميليونه ډالرو د ترلاسه کولو اټکل کېدای شي.