د ظاهر خان په شتون کې کویټي لوبډلې د ملتان سلطان لوبډلې څخه په ستر توپیر ماتي وخوړه | خبریال

د ظاهر خان په شتون کې کویټي لوبډلې د ملتان سلطان لوبډلې څخه په ستر توپیر ماتي وخوړه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو په دوام پینځه ویشتمه لوبه هم ترسره شوه. یاده لوبه د ملتان سلطانز او کویټي لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.

کویټي لوبډلې سره یو افغان لوبغاړي ظاهر خان هم موجود وه.

د لوبي ټاس یا بچه د کویټي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني فیصله يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي ملتان سلطانز لوبډلې ته ورکړه.

ملتان سلطانز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د پینځو لوبغاړو په زیان يي ١٨٣ منډې ترسره ورکړي . او کویټي لوبډلې ته يي ١٨٤ منډې هدف ورکړه.

د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شان مسعود او جانسن ښه توپ وهنه ترسره کړه. شان مسعود په ٤٢ توپونو باندي يي ٧٣ او جانسن په ٢٤ توپونو باندي یي ٤٧ منډې ترلاسه کړي.

د کویټي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حرم شهزاد دوه ویکټي خو افغان لوبغاړي ظاهر خان بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه.

کویټه لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ١٢.١ یو اور کې ٧٣ منډې ترلاسه او لوبه تري د ملتان سلطانز لوبډلې په ستر توپیر ١١٠ منډو وکټله.

د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عمران طاهیر ٣ ویکټي او عمران خان دوه ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي شان مسعود ونومول شو نوموړي د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ٧٣ منډې ترلاسه کړي وي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اته لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ