د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د ټیسټ لوبي اتلولي سیالي پایلوبه سبا ترسره کیږي. | خبریال

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د ټیسټ لوبي اتلولي سیالي پایلوبه سبا ترسره کیږي.

خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.

د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه«راتلونکې جمعې ورځ» ماپښین ۲ بجې د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې پیل شي.

ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلینډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره کیږي، چې دواړې پکې مخکښي دي.

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.

د نیوزیلینډ اعلان شوې لوبډله

کین ویلمسن، ټام بلینډل، ټام لټام، ډېون کنوې، راس ټېلر، ویل ینګ، کولین ډي ګرانډهوم، بي جي واټلینګ، هنري نیکولاس، ټرینټ بولټ، مټ هنري، کایل جمېسن، اعجاز پټېل، تېم سوتي او نیل واګنر.

د هندوستان اعلان شوې لوبډله

ویراټ کوهلي، روهیت شرما، شوبمېن ګېل، چیتیشوار پوجارا، اجینکا رهاني،هانوما ویحاري، ریشپ پنټ، وریدیهام ساها، رویندرا جدیجا، جسپریت بومرا، ایشانت شرما، محمد شامي، اُمېش یاداو، محمد سراج.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ