د ټیسټ لوبو تازه اعلان شوي درجه بندي چي پکي یو شمیر لوبغاړو پرمختګ کړي | خبریال

د ټیسټ لوبو تازه اعلان شوي درجه بندي چي پکي یو شمیر لوبغاړو پرمختګ کړي

خبریال وېبپاڼه / سټیو سمیت په ټیسټ درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي تازه د ټیسټ سیالیو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی سټیو سمیت له دویم ځای څخه لومړي ځای ته پورته شوی او ۸۹۱ نمرې ورکول شوي.

مخکي تر دي په لومړي مقام کې د نیوزیلینډ لوبډلمشر کین ویلمسن شتون درلود، چې دویم مقام ته راکښته شوی.

د ټیسټ سیالیو نړیواله درجه بندي

لومړي: سټیو سمیت د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي. نوموړي په ټیسټ سیالیو کې ۸۹۱ نمرې ترلاسه کړي چي یو قدم پرمختګ یې کړي او په لومړي مقام کې دي.

دوهم: کین ویلمسن چي د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي. نوموړي په ټیسټ لوبو په توپ وهونکو کې يي ۸۸۶ نمرې ترلاسه کړي او یو قدم شاه‌تګ یې کړي دي.

دریم: لبیسچینج د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي ، نوموړي په ټسټ لوبو کې يي ۸۷۸ نمرې ترلاسه کړي ، همدارنګه نوموړي پر خپل پخواني ځای شتون لري.

څلورم: ویراټ کوهلي هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي، نوموړي په ټیسټ لوبو کې يي ۸۱۴ نمرې ترلاسه کړي دي ، نوموړي په یاده درجه بندي کې یو قدم پرمختګ یې کړي دي.

پنځم: جې روټ د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي، نوموړي په ټیسټ لوبو ۷۹۷ نمرې ترلاسه کړي ، خو نوموړي یو قدم شاه‌تګ یې کړي.

شپږم : ریشپ پنټ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي ،نوموړي هم ۷۴۷ نمرې ترلاسه کړي ، او پر خپل پخواني ځای شتون لري.

اووم: روهیت شرما هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي، د ۷۴۷ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

اتم هانري نیکولاس هم نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي نوموړي په ټیسټ سیالیو کې ۷۳۲ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای کې شتون لري.

نهم: ډیویډ وارنر د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې یو تکړه لوبغاړي دي، نوموړي هم د ۷۲۴ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

لسم: بابراعظم چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو غوره توپ وهونکي دي، نوموړي په ټیسټ لوبو کې ۷۱۴ نمري ترلاسه کړي ، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ