د پاکستان سوپر لیګ په دوام نن د پنځو افغان لوبغاړو په شتون کې دوه لوبي ترسره کیږي | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ په دوام نن د پنځو افغان لوبغاړو په شتون کې دوه لوبي ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام نن په یاد لیګ کې دوه لوبي ترسره کیږي.

همدارنګه ټاکل شوې چې نن د جون په ۱۷مه نېټه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې دوه جالبې او مهمې لوبې تر سره شي، چې په یادو لوبو کې پنځه افغان لوبغاړي به هم له بېلابېلو لوبډلو سره لوبيږي.

د یاد لیګ ۲۶مه سیالۍ چې د نن ورځې لومړۍ سیالۍ ده د افعانستان په وخت مازدیګر پنځه نیمې بجې د اسلام اباد یونایټډ او پیښور زلمي لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.

پیشاور زلمي لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځی او وقار سلام خيل شتون لري، خو له اسلام اباد لوبډلې سره بیا کوم افغان لوبغاړی نه لوبیږي.

د یاد لیګ ٢٧ مه سیالۍ او د نن ورځې دوهمه سیالۍ بیا ماسختن لس نیمې بجې د راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډله د نجیب الله ځدراڼ او نور احمد اړوند کراچۍ کینګز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته راځي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اته لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ