نوین الحق غوره توپ اچوني سره بیا هم لوبډلې يی لوبه وبایلله | خبریال

نوین الحق غوره توپ اچوني سره بیا هم لوبډلې يی لوبه وبایلله

خبریال وېبپاڼه / د نوين الحق د ښه بالينګ سره سره لیېسټر شایر لوبډلې پرلپسې پنځمه لوبه وبايلله.

نوين الحق تېره شپه د انګلينډ په ويټاليټي بلسټ کې خپله پنځمه لوبه وکړه، خو د نوموړي د ښه بالينګ سره سره ليېسټر شایر لوبډلې خپله پنځمه پرلپسې لوبه هم وبايلله.

هغه چې دا مهال له بريت وايټ او کلاسن وروسته د ډيرو ويکټ اخيستونکو بالرانو په لست کې دريم ځای لري، تېره شپه د خپلې لوبډلې لپاره څلور اورونو کې يوازې ۲۰ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول.

نوين الحق په پنځه ترسره کړو لوبو کې لکه د لست د دوه نورو مخکښو بالرانو کلاسن او بريت وايټ تر اوسه ۹ ويکټې اخيستي، خو دا چې نسبت هغو ته یې ډيرې منډې ورکړې نو د نوملړ دريم ځای کې قرار لري.

په عينې حال کې ليګ بريکر قيس احمد د خپلې لوبډلې په دوهمه بريا کې هم رول ولوبوه او په څلورو ترسره کړو اورونو کې یې د کينټ لوبډلې لپاره يوه ويکټ واخیسته، هغه په يادو اورونو کې يوازې شل منډې ورکړې.

له بلې خوا تېره شپه د کويټې او ملتان لوبډلو ترمنځ لوبه کې چې په کې کويټې په لوی توپير ماتې وخوړه د افغانستان چاينه مين بالر ظاهر خان هم ولوبیده.

له بلې خوا تېره شپه د کويټې او ملتان لوبډلو ترمنځ لوبه کې چې په کې کويټې په لوی توپير ماتې وخوړه د افغانستان چاينه مين بالر ظاهر خان هم ولوبیده.

ظاهر په خپلو څلورو اورونو کې پنځه‌ويشت منډې ورکړې او يو لوبغاړی یې وسوځاوه خو لوبډلې کويټې يې په ۱۱۰ منډو ستر توپير ماتې خوړلو سره په سږني سيزن کې له پاکستان سوپر ليګ سره خدای پاماني وکړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ