فاف ډوپلیسي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو څخه بهر شو | خبریال

فاف ډوپلیسي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو څخه بهر شو

خبریال وېبپاڼه / د سویلي افریقا پخوانی ګپتان فاف ډوپلیسي د پاکستان له سوپر لیګ سیالیو څخه بهر شو.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس سیالي سیالۍ چې د په متحده عربي اماراتو کې د شپږو لوبډلو تر منځ روانې دي تر دې مهاله په یاد لیګ کې تراوسه پوري ۲۵ سیالۍ تر سره شوي دي، چې نن د جون په ۱۷مه نېټه به د یاد لیګ ۲۶مه سیالۍ د افعانستان په وخت مادزیګر پنځه نیمې بجې د اسلام اباد یونایټډ او پیښور زلمي لوبډلو تر منځ تر سره شي، پیښور زلمي لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځی او وقار سلام خيل شتون لري، خو له اسلام اباد لوبډلې سره بیا کوم افغان لوبغاړی نه لوبیږي.

د سویلې افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلیسي چي د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو کې سیالیو کې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې سره لوبیده، نوموړی په راتلونکو سیالیو کې د ټپونو له امله نه شي کولای چې له یادې لوبډلې سره ولوبیږي.

ډوپلیسي د کویټې او پیشاور زلمي لوبډلې په لوبه کې د ډګر ساتنې پر مهال ټپي شو او له ټپي کیدو وروسته روغتون ته یوړل شو، چې وروسته نوموړي پر خپل ټویټر ولیکل چې یاداشت يې پر ځای نه دي.

خو اوس تازه یو شمیر راپورونه وايي، چې نوموړی به په پاتې پي ایس ایل سیالیو کې له خپلې کویټې لوبډلې سره ونه لوبیږي، دا ځکه چې هغه نه شي کولای د ټپونو له امله خپلو لوبو ته ادامه ورکړي.

یاده دې وي چې کويټې لوبډلې په یاد لیګ کې تر دې دمه نهه سیالۍ تر سره کړې چې دوه يې ګټلې، اوه يې بایللې د څلورو نمرو په درلودلو سره په وروستي شپږم ځای کې قرار لري.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې اته لوبي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي شپږ لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د دولس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ