اسلام اباد یونایتید لوبډلې د خپل ستر هدف څخه دفاع وکړه | خبریال

اسلام اباد یونایتید لوبډلې د خپل ستر هدف څخه دفاع وکړه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام شپږویشتمه لوبه د اسلام اباد یونایتید او پیشاور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د پیشاور زلمیو لوبډلې وکټه او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه.د توپ وهني بلنه يي د اسلام اباد یونایتید لوبډلې ته ورکړه.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د دوه لوبغاړو په زیان يي ٢٤٧ منډې ترسره کړي او پیشاور زلمو لوبډلې ته يي ستر هدف ورکړه.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عثمان خواجه،کولین مینرو، او برانډون کینک د ښه توپ وهنه ترسره کړه. عثمان خواجه په ٥٦ توپونو باندي يي ١٠٥، کولین مینرو په ٢٨ توپونو باندي ٤٨ او برانډون کینک په ٢٢ توپونو باندي يي ٤٦ منډې ترلاسه کړي.

پیشاور زلمي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ترلاسه کړي. په شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په زیان يي ٢٣٢ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري اسلام اباد لوبډلې د ١٥ منډو په توپیر وکټله.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې نهه لوبي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي اووه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د څوارلس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او دري لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اته لوبو څخه يي دري لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د شپږو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ