د نور احمد په غوره توپ اچوني سره لوبډله يي تر بري ورسیدله | خبریال

د نور احمد په غوره توپ اچوني سره لوبډله يي تر بري ورسیدله

خبریال وېيپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو په دوام د ياد لیګ په اووه ویشتمه سیالي د کراچي کینګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

چي کراچي کینګز لوبډلې سره نور احمد لکڼوال او نجیب الله ځدران ولوبیده. او لاهور قلندرز لوبډلې سره بیا راشد خان ولوبیده.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د کراچي کینګز لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه. او د توپ اچوني بلنه یي د لاهور قلندرز لوبډلې ته ورکړه.

کراچي کینګز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د پینځو لوبغاړو په زیان يي ١٧٦ منډې ترلاسه کړي او لاهور قلندرز لوبډلې ته يي ١٧٧ منډې هدف ورکړه.

د کراچي کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بابر اعظم په ٤٤ توپونو باندي يي ٥٤ منډې ترلاسه کړي.

د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ترټولو غوره توپ اچونه راشد خان ترسره کړه. نوموړي په څلورو اورونو کې د ٢٥ منډو په ورکولو سره يي دوه ویکټي ترلاسه کړي.

لاهور قلندرز لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي د اووه لوبغاړو په زیان يي په شل اورونو کې يي ١٦٩ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د کراچي کینګز لوبډلې د اووه منډو په توپیر وکټله.

د کراچي کینګز لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه نور احمد لکڼوال ترسره کړه. نوموړي په څلورو اورونو کې د ١٩ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي هم نور احمد وټاکل شوو.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې نهه لوبي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي اووه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د څوارلس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ