د پاکستان سوپر لیګ غوره توپ وهونکي | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ غوره توپ وهونکي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالي چي تراوسه پوري په یاد لیګ کې اووه ویشت لوبي ترسره شوي.

مونږ دلته هغه لوبغاړي درپیژنیو کوم چي د پاکستان سوپر لیګ کې يي تر نورو لوبغاړو يي ډیري منډې ترسره کړي دي.

لومړي: په لومړي مقام کې بابر اعظم شتون لري. بابر اعظم د کراچي کینګز لوبډلې سره لوبيږي. نوموړي په یاد لیګ کې تراوسه پوري شپږ لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ٣٤٣ منډې کړي دي تر ټولو زیاتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ٩٠ دي. همدارنګه نوموړي په یادو لوبو کې ٣٣ څلوریزي او ٩ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

دوهم: په دوهم مقام کې محمد رضوان شتون لري. محمد رضوان د ملتان سلطان لوبډلې سره لوبيږي. نوموړي په یاد لیګ کې تراوسه پوري شپږ لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ٣٢٦ منډې کړي دي تر ټولو زیاتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ٧٦ دي. همدارنګه نوموړي په یادو لوبو کې ٣٧ څلوریزي او ٧ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

دریم: په دریم مقام کې محمد حفیظ شتون لري. محمد حفیظ د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبيږي. نوموړي په یاد لیګ کې تراوسه پوري پنځه ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ٢١٠ منډې کړي دي تر ټولو زیاتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ٧٣ دي. همدارنګه نوموړي په یادو لوبو کې ١٧ څلوریزي او ١٢ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

څلورم: په څلورم مقام کې شرجیل خان شتون لري. شرجیل خان د کراچي کینګز لوبډلې سره لوبيږي. نوموړي په یاد لیګ کې تراوسه پوري شپږ لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ٢٠٤ منډې کړي دي تر ټولو زیاتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ١٠٥ دي. همدارنګه نوموړي په یادو لوبو کې ١٩ څلوریزي او ١٥ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

پنځم: په پنځم مقام کې فخر زمان شتون لري. فخر زمان د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبيږي. نوموړي په یاد لیګ کې تراوسه پوري پینځه لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ١٩٨ منډې کړي دي تر ټولو زیاتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ٨٣ دي. همدارنګه نوموړي په یادو لوبو کې ٢٠ څلوریزي او ٧ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

دا هغه پینځه غوره لوبغاړي دي کوم چي د پاکستان سوپر لیګ کې يي تر نورو لوبغاړو يي غوره توپ وهنه ترسره کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ