ملي ټلویزیون د نیوزلینډ او هند ترمنځ پایلوبه خپروي یاده لوبه نن ماسپښین ترسره کیږي | خبریال

ملي ټلویزیون د نیوزلینډ او هند ترمنځ پایلوبه خپروي یاده لوبه نن ماسپښین ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه /د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه چې د هند او نیوزلینډ ترمنځ سبا د جون پر ۱۸مه نېټه د جمعې په ورځ پیلیږي په افغانستان کې په ژوندۍ بڼه په ټلویزیون د خپرولو رسمي حقوق ملي سپورټ ټلویزیون اخیستي دي.

د افغانستان ملي سپورټ ټلویزیون رسمآ اعلان وکړ چې د نیوزیلینډ او هند ترمنځ په دریبم ګړي هیواد انګلستان کې د کیدونکي ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې د خپرولو رسمي حقوق یې ترلاسه کړي دي.

دا سیالي چې د نړۍ په ډیری هیوادونو کې د سپورټ ټلویزیونونه خپروي په افغانستان کې به هم د ملي سپورټ ټلویزیون په پرده رسمآ ولیدل شي.

دا سیالي د جمعې په ورځ د انګلستان پر وخت په لس نیمو بجو او د افغانستان پر وخت شاوخوا دوه بجې د انګلیڼډ په ساوتپمټن سیمه کې پیلیږي.

د ملي ټلویزیون دغه ګام په افغانستان کې د کرکټ مینه والو ستایلی دی او هیله یې ترې ښودلې چې د کرکټ په ډګر کې باید همدا ډول مهمې سیالۍ که د افغانستان وي یا د بل هیواد په ملي سپورټ دې ژوندۍ وښودل شي.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل بیا افغانانو ته ډاډ ورکړی دی چې د” ار ټي ای” سپورټ له لاري به د کرکټ مینه والو ته په راتلونکي کې نورې مهمې سیالۍ هم په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

ملي سپورټ چې په دې وروستیو کې د ملي راډیو ټلویزیون د مشر “اسماعیل میاخېل” په نوښت د یوه نوي کانال په توګه پرانیستل شو په لږ وخت کې خورا ډیر پرمختګ وکړ او ډیر لیدونکي یې پیداکړل.

د ملي سپورټ د جوړیدو سره سم په لومړي ځل په دغې ټلویزیون د ۲۰۱۹م کال کرکټ نړیوال جام سیالۍ، ۲۰۱۹م کال کې شپږیزه کرکټ لیګ، د نولس کلنو نړیوال جام او هم د ۲۰۲۰م کال د شپږیزې ترڅنګ د افغانستان ټولې نړیوالې لوبې په قانوني بڼه خپرې شوې.

همدارنګه د ملي ټلویزیون د سپورټ ټلویزیون د فعالیدو سره سم په دغې څانګه کې د ورزشي خبریالانو یوه منظمه ډله هم په دنده ګمارل شوې ده چې وخت ناوخت پر لوبو تبصرې او راپورونه وړاندې کوي.

د یادولو ده چې ملي ټلویزیون د افغانستان کرکټ بورډ سره هم یو اوږد مهاله د کار کولو ګډ تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د افغانستان ټولې نړیوالې سیالۍ او لیګونه د دغې ټلویزیون په پرده خپاره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ