پي ایس ایل لیګ کې نن یوه لوبه ترسره کیږي | خبریال

پي ایس ایل لیګ کې نن یوه لوبه ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو په دوام په یاد لیګ کې نن یوه لوبه ترسره کیږي.

یاده لوبه د لاهور قلندرز او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ د شپي لس نیمي بجي ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چي د لاهور قلندرز لوبډلې سره راشد خان لوبيږي. خو ملتان سلطان لوبډلې رخمن الله ګربز لوبیږي خو نوموړي د څه ستونزو له امله نشي کولي چي د ملتان سلطان لوبډلې لپاره لوبه ترسره کړي. او همدارنګه داسي ویل کیږي چي د نورو لوبغاړو جدا او قرنطین شوي دی

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې نهه لوبي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي اووه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د څوارلس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چي اته لوبي يي ترسره کړي چي د یادو اتو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ