شهیدي: کولي شو هره لوبډله ماتې کړو. | خبریال

شهیدي: کولي شو هره لوبډله ماتې کړو.

خبریال وېبپاڼه / حشمت شهیدي ارادي مو غښتلي دي او کولي شوو هره لوبډله ماتې کړو.

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو نوي کپتان حشمت الله شهیدي، هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د ملي لوبډلې راتلونکو سیالیو لپاره یې ارادې قوي دي، څو سترې سترې لوبډلې ماتې کړي.

د افغانستان د یو ورځنیو او تېسټ لوبو کپتان حشمت شهیدي د شمشاد ټلویزیون سره په یوې مرکه کې وویل، چې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي راتلونکو پلان شویو لوبو ته د بشپړ چمتو والي په هڅه کي دي.

حشمت شهیدي ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته د سوپر لیګ سیالیو په لړکې د ملي لوبډلې ترتیب شوېو ټولو سیالیو ته چې له پاکستان، سریلانکا، اسټرالیا ویسټ انډیز او په راتلونکي کې نورو لوبډلو سره پلان شوي د اوږدمهاله او لنډمهاله تیاري ډاډ ورکړ.

شهیدي د ۲۰۲۳م کال نړیوالو جام ته د افغان لوبډلې په مستقیمآ وتلو ټینګار وکړ او هم یې په نړیوال جام کې د سترو – سترو لوبډلو د ماتولو هیله څرګنده کړه.

حشمت د ملي لوبغاړو د روان تمریناتي کمپ په اړه وویل چې موخه یې د پاکستان خلاف او په سوپر لیګ کې تر تیب شویو سیالیو ته د لوبډلې بشپړ چمتو والی دی.

کپتان د روان تمریناتي کمپ په اړه وویل”” په روان ۱۵ ورځیني تمریناتي کمپ کې به د لوبغاړو د توپ وهنې، توپ اچونې او د توپ نیونې په برخه کې په شته او اوسنیو ستونزو کار وشي او هم به تر ټولو ډیر غور په فېټنس وشي ځکه چې تر ټولو ډیر مهم دی.””

شهیدي ډاډ ورکړ چې دا ځل به د ملي لوبډلې په ترکیب کې ټول لوبغاړي د خپلې وړتیا له مخې ولوبیږي او د کوم لوبغاړي چې حق جوړیده لوبډله کې به ځای ورکړل شي.

د یادولو ده چې حشمت شهیدي یوه اونۍ وړاندې د پخواني کپتان اصغر افغان پرځای د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کپتان وټاکل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ