آیا پوهیږي د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ټیسټ لوبه کې کوم ډول توپ کارول کیږي | خبریال

آیا پوهیږي د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ټیسټ لوبه کې کوم ډول توپ کارول کیږي

خبریال وېبپاڼه / د نيوزېلېنډ کرکټ بورډ په يوه پوسټ کې د هغه توپ تصویر خپور کړی چې نن به د هند او نيوزېلېنډ تر منځ د ټيسټ چمپين شيپ په پايلوبه کې وکارول شي.

یاده پايلوبه به د جون له ۱۸مې تر ۲۲ نېټې دوام وکړي چې ۲۳مه نېټه يې د ريزرف په ډول په پام کې نيول شوې ده. د کرکټ نړېوالې شورا په تېره مياشت خبر ورکړ چې د نيوزېلېنډ او هند تر منځ د نړيوال ټيسټ چمپين شيپ په پايلوبه کې به [ډوکس کرکټ بال ] استعمال شي.

تېره ورځ د نيوزېلېنډ کرکټ بورډ په يوه پوست کې د دغه بال عکس نشر کړ چې ( ICC WTC Final 2021 India vs New Zealand ) جمله پرې ليکل شوې ده. په دغه بال د کرکټ نړيوالې شورا ( ای سي سي ) لوګو هم ليدل کېږي.

ډوکس بال په انګلستان کې د ډوک کورنۍ لخوا، چې د کرکټ د لوازمو جوړولو کمپني یې درلوده، په ۱۷۶۰م کال کې جوړ شو. دغه کمپنۍ تقریباً دوه پېړۍ وروسته په ۱۹۸۷م کال کې هندي سوداګر ډیلیپ جدودیا وپېرله. یاده کمپنۍ ډېر مشهور ډوکس بالونه جوړوي چې په انګلستان، ایرلینډ او ویسټ انډیز کې په ټیسټ کرکټ کې کارول کیږي.

د دغه بال جوړښت داسې دی چې په لاس ګنډل کیږي، په لاس د ګنډل شوي تار بخۍ بیا اوچته ښکاري او ډېر وخت دوام کوي. په دغه بال یادې شپږ لاسي بخۍ په یو بل کې تېرې شوې دي چې د بال د پوښ دوه ټوټې له یو بل سره تړي. د لاسي بخیو په مرسته د بال بڼه او سختوالی تر ډېره پاتې کیږي او ژر نه خرابیږي. د دې ترڅنګ د بال په منځ ولاړه (وتلې) بخۍ یا سیم هم د ډېر وخت لپاره روغ پاتې کیږي.

له بلې خوا د هوا حالات او د پیچ وضعیت هغه څه دي چې د وخت په تېرېدو سره یې د کرکټ د بالونو په بدلولو او وده ورکولو کې ډېر رول ولوبولو. په انګلستان کې د هوا حالات زیاتره وخت باراني او وریځ وي او داسې حالات معمولاً سوینګ بالینګ ته جوړ وي. وریځ حالات، د لوبغالي داخلي وضعیت، شنې وېکټې او نور ځینې هغه لاملونه دي چې له ډوکس بال سره مرسته کوي ترڅو د بال سیم یا بخۍ او بڼه روغه وساتل شي، او ترڅو چې د بال بڼه روغه وي، تر هغو پورې سوینګ کوي.

ډوکس توپ له توپ اچونکو سره ډېره مرسته کوي، دغه توپ هم په هوا کې تاویږي او د هم په پیچ له لګېدو وروسته خپل مسیر بدلوي او داخل یا بهر خوا ته مایلیږي. دا یوازې د بال د سخت ګنډل شوي او راوتلي سیم یا بخۍ له امله دي. د ډوکس بال د کلکوالی او روغوالی له دې هم معلومیږي چې په انګلستان کې تر ډېره پورې سلیپ فیلډران موجود وي، ځکه چې روغ بال په آسانۍ سره تر سليپ پورې رسیږي.

له بلې خوا بیا د بالونو په منځ کې د ټیسټ کرکټ بالران زیاتره وخت ډوکس توپ انتخابوي ځکه چې د (ککبورا) او (ایس جي) دواړو په پرتله ډېر سوینګ کوي. تېر کال د هندۍ لوبډلې پیاوړي فاسټ بالر جسپریټ بومرا ویلي ول چې د ککبورا او ایس جي په پرتله په ډوکس باندې بالینګ ډېر خوند ورکوي ځکه چې وروستی هغه ډېر تاویږي.

د نوموړي ترڅنګ په ۲۰۱۸م کال کې امیش یادف وویل چې باید په هند کې ډوکس توپ وکارول شي، سره له دې چې د هند خپل تولید ایس جي توپ د هند په حالاتو کې ډېر اغېزمن تمامیږي. د دوی دواړو وروسته په همدې کال کې ویرات کوهلي هم څرګنده کړه چې ډوکس توپ د ټیسټ کرکټ لپاره د نړۍ په هره سیمه کې تر ټولو مناسب بال دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ