نوین‌الحق : غواړم چې په آی پي ایل کې د ډوهني تر مشري لاندي ولوبېږم | خبریال

نوین‌الحق : غواړم چې په آی پي ایل کې د ډوهني تر مشري لاندي ولوبېږم

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپرکینګز لوبډلې اوسني لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږي.

نوین‌الحق، چې اوس د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې لوبیږي، هغه هیواد کي یې د یوې ورزشي رسنۍ سره مرکه کړې، چي کریک اډیکټور یې په دې تړاو څرګندونې راخیستې.

نوین‌الحق د پورته څرګندونو ترڅنګ ویلې، که چیري آی پي ایل کې د مهندرا سینګ ډوهني تر رهبرۍ لاندي نه وي، نو پنځوس سلنه په یاد لیګ کې د لوبېدو لپاره علاقه لري، خو د ډوهني تر لوبډلمشرۍ لاندي سل سلنه علاقه لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان لوبغاړی دا څرګندونې کوي؛ ولي تر دې مخکې د افغان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي راشدخان ارمان هم له رسنیو سره په خبرو کي د مهندرا سینګ ډوهني د لوبډلمشرۍ او مدیرت ستاینه یې کړې وه او ویلې یې وه، خوښ به شي، چې د ډوهني تر لوبډلمشرۍ لاندي ولوبیږي او د هغه څخه ډېر څه زده کړي.

ددې ترڅنګ د ډوهني د لوبډلمشرۍ زیاتو پخوانیو او اوسنیو کرکیټرانو ستاینه کړې او هغه د کرکټ په نړۍ کې یو بریالی لوبډلمشر یادوي، چي د بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ خپله د هند ځوان لوبغاړي ورڅخه زیات متاثره دي.

ددې ترڅنګ د ډوهني د لوبډلمشرۍ زیاتو پخوانیو او اوسنیو کرکیټرانو ستاینه کړې او هغه د کرکټ په نړۍ کې یو بریالی لوبډلمشر یادوي، چي د بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ خپله د هند ځوان لوبغاړي ورڅخه زیات متاثره دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ