ملتان سلطان لوبډلې لاهور لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه | خبریال

ملتان سلطان لوبډلې لاهور لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام د یاد لیګ اته ویشتمه لوبه تیره شپه ترسره شوه.

یاده لوبه د ملتان سلطان او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د لاهور قلندرز لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه یي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د ملتان سلطان لوبډلې ته ورکړه.

ملتان سلطان لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د اتو لوبغاړو په زیان يي ١٦٩ منډې ترسره کړي او لاهور قلندرز لوبډلې ته يي په شل اورونو کې يي ١٧٠ منډې هدف ورکړه.

د ملتان سلطان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شعیب مقصود ښه توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٤٠ توپونو باندي يي ٦٠ منډې يي ترلاسه کړي.

د لاهور قلندرز لپاره په توپ اچونه کې شاهین افریدي دري ویکټې جیمز دوه ویکټې او راشد خان بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه.

لاهور لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او ټول لوبغاړي يي په ١٥.١ اورونو کې د لاسه ورکړه او یوازي ٨٩ منډې يي ترلاسه کړي. او لوبه تري د ملتان لوبډلې د ٨٠ منډو په توپیر وکټله.

د ملتان سلطان لوبډلې لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه د شاهنواز دهني لخوا ترسره شوه. نوموړي په ٣.١ اور کې د ٥ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي هم شاهنواز وټاکل شو.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې نهه لوبي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي اووه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د څوارلس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د ملتان سلطان لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ