محمد نبي په ویټالیټي بلاست سیالیو کې خپله لومړني لوبه ترسره کړه | خبریال

محمد نبي په ویټالیټي بلاست سیالیو کې خپله لومړني لوبه ترسره کړه

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دوام پرون د جون په ۱۸مه نېټه افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل د خپلې لوبډلې لپاره لومړۍ سیالۍ تر سره کړه.

نبي چې څه موده وړاندې یاد هېواد ته تللی ؤ او هلته قرنطین ؤ پرون يې د قرنطین موده پای ته ورسیده او د خپلې لوبډلې لپاره يې لومړۍ سیالۍ تر سره کړه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپ وهنه د محمد نبي لوبډلې وکړه، د اتو لوبغاړو په سوځیدو يې په پوره شل اورونو کې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه.

نبي د خپلې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې په ۱۵ توپونو د دوو شپږیزو پر مټ ۲۰ منډې وکړې.

په دوهم اننګز کې د دربیشآیر لوبډلې د محمد نبي دوی د لوبډلې د ۱۴۲ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او د نبي اړوند نورتمپټنشآیر لوبډلې ته يې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

نبي بیا په توپ اچونه کې په څلور اورونو کې د ۳۳ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخیستلو بریالی نه شو.

یاده دې وي چې دا د انګلستان کورنۍ سیالۍ دي چې د نړۍ د مشهوره لوبغاړو تر څنګ پنځه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمان، قیس احمد، نوین الحق او راشد خان د بېلابېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي، راشد خان به د پاکستان سوپر لیګ سیالیو نه وروسته یاد هېواد ته لاړ شي او له خپلې لوبډلې سره به ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ