نن هم د افغان لوبغاړو په شتون پي ایس ایل لیګ کې دوه لوبي ترسره کیږي | خبریال

نن هم د افغان لوبغاړو په شتون پي ایس ایل لیګ کې دوه لوبي ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ د سیالیو په دوام نن هم په یاد لیګ کې دوه لوبي ترسره کیږي.

لومړي لوبه د کویټي لوبډلې او کراچي کینګز لوبډلو ترمنځ لوبه مازیګز پنځه نیمي بجي ترسره کیږي.

کراچۍ کینګز لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ او نوراحمد لکنوال ، خو له کویټې لوبډلې سره بیا یوازې ظاهر خان  لوبیږي.

د نن ورځې دوهمه سیالۍ او د یاد لیګ ۳۰مه سیالۍ شپې ناوخته لس نیمې بجې د اسلام اباد او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ تر سره کیږي، چې دواړو لوبډلو ورته پوره چمتووالی ښودلی او سیالۍ به په خپل وخت تر سره شي.

ملتان سلطان سره رحمان الله ګربر او له اسلام اباد سره بیا کوم افغان لوبغاړی شتون نه لري.

د نن ورځې په لوبو سره به د یاد لیګ د لومړي پړاو لوبې چې هرې لوبډلې پکې ۱۰-۱۰ سیالۍ تر سره کولې پای ته ورسیږي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې نهه لوبي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي اووه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د څوارلس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د ملتان سلطان لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهو لوبو څخه يي څلور لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اووه لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ