د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ټیسټ چمپینشپ پایلوبه پیل شوي ده | خبریال

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ټیسټ چمپینشپ پایلوبه پیل شوي ده

خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.

د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه یې پرون د جمعې په ورځ د باران له امله وځنډیده. نن د دواړو لوبډلو ترمنځ د هند او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې پیل شوي ده.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې کټلي او د توپ اچوني پریکړه يي کړي ده. د توپ وهني بلنه يي هند لوبډلې ته ورکړي ده.

یادي پایلوبي لپاره د لوبډلو نوملړونه.

د هند لوبډلې نوملړ.

ویراټ کوهلي، روهیت شرما، شبمېن ګېل، چیتیشاور پوجارا، اجېنکا رهاني، ریشپ پنټ، رویندرا جدیجا، ایشواین، جسپریت بومرا، ایشانت شرما او محمد شامي.

د نیوزیلنډ اعلان شوې لوبډله

کین ویلمسن، ټام بلینډل، ټام لټام، ډېون کنوې، راس ټېلر، ویل ینګ، کولین ډي ګرانډهوم، بي جي واټلینګ، هنري نیکولاس، ټرینټ بولټ، مټ هنري، کایل جمېسن، اعجاز پټېل، تېم سوتي او نیل واګنر.

ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ