فرید هوتک: د رحمن الله ګریز وضعیت په ښه کیدو دي | خبریال

فرید هوتک: د رحمن الله ګریز وضعیت په ښه کیدو دي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ چي شپږم پړاو سیالي يي د پاکستان په کوربه توب رواني وي خو د کرونا ویروس له امله یادي سیالي وځنډيدي. خو يوريا ځل بیا د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ پاتي سیالي په متحده اماراتو کې پیل شوي دي. چي په یادو سیالیو کې رحمن الله ګربز هم د ملتان سلطان لوبډلې سره لوبيږي.

رحمن الله ګربز ته په دوه لوبو کې چانس ورکړل شو. او له هغي وروسته نوموړي بیا په نورو لوبو کې راښکاره نشو. د نوموړي په اړه یو شمیر راپورونه ورکړل شوي وه چي نوموړي تبه او زګام لري او د نورو لوبغاړو بیل قرنطین شوي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیز پیلیز ویکټ کیپر توپ وهوتکی رحمان الله ګربز چې په متحده عربي اماراتو کې دی او هلته په پي ایس ایل سیالیو کې د ملتان سلطان لوبډلې سره لوبیده، چې په دوو لوبو کې ورته چانس ورکړل شو او له هغې وروسته بیا په درېو نورو لوبو کې را ښکاره نه شو.

چې وروسته د ګربز په اړه داسي راپورونه خپاره شول چې نوموړی د سرې تبې او زکام له امله په بستر پروت دی، او روغتیايي وضیعت يې ښه نه دی، نو ځکه په سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره نه لوبیږي.

خو تازه د افغانستان کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک پر خپله رسمي  فسبوک پاڼه د هغه د ښه کیدو خبر ورکړی دی.
نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلې((د ملي لوبغاړي رحمن الله ګربز روغتیايي وضعیت په ښه کیدو دی انشاالله))

ګربز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان تکړه پیلیز ویکټ کيپر توپ وهونکی دی چې د افغانستان لپاره يې په ۳ یوورځینیو سیالیو کې ۱۸۰ او په ۱۳ شل اوریزو سیالیو کې يې ۴۴۶ منډې جوړې کړې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ