آیا پوهیږي چي ټیسټ لوبو په اتلولي جام کې لوبډلو ته څومره پیسي ورکول کیږي | خبریال

آیا پوهیږي چي ټیسټ لوبو په اتلولي جام کې لوبډلو ته څومره پیسي ورکول کیږي

خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي چي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ اتلولي جام لوبي پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.

د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو اتلولي جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ لوبي ترسره شوې دي، چې پایلوبه به یې د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې ترسره شي.

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ټیسټ اتلولي پایلوبه پیل شوي ده. د یادي لوبي ټاس یا بچه د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې کټلي او د توپ اچوني پریکړه يي کړي ده. د توپ وهني بلنه يي د هند لوبډلې ته ورکړي ده.

ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلینډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.

په یاد جام کې لوبډلو ته د کرکټ نړیواله شورا څومره پيسې ورکوي؟

لومړي: ددې جام ګټونکي لوبډلې ته ته ۱،۶ میلیونه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

دوهم: دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ته ۸ لکه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

دریم: که چیري یاده پایلوبه مساوي شي، نو هر ټیم ته ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

څلورم: اسټرالیا چي د جدول په درېیم ځای کې ده او درېیم مقام یې خپل کړی، ۴ لکه او ۵۰ زره امریکايي ډالره ورکول کیږي.

پنځم: انګلستان چې د جدول په څلورم ځای کې دی او څلورم مقام یې خپل کړی، ۳ لکه او ۵۰ زره امریکايي ډالره ورکول کیږي.

شپږم: پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې د جدول په پنځم ځای کې دی او پنځم مقام یې خپل کړی، ۲ لکه امریکايي ډالره ورکول کیږي.

اووم: نورو ټولو هیوادونو «ویسټ انډیز کرکټ لوبډله، سویلي افریقا کرکټ لوبډله، سریلانکا کرکټ لوبډله ، او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو » ته یو یو ۱ لک امریکايي ډالره ورکول کیږي.

همدرنګه د یادولو وړ ده چي د ټیسټ لوبو اتلولي جام پایلوبه د هند او نیوزیلنډ ترمنځ روانه ده .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ