کراچي کینګز په بریا سره کويټه او لاهور لوبډلې د دوهم پړاو سیالیو څخه بهر شوي | خبریال

کراچي کینګز په بریا سره کويټه او لاهور لوبډلې د دوهم پړاو سیالیو څخه بهر شوي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ د سیالیو په دوام نن ماښام د یاد لیګ نهه ویشتمه لوبه د کراچي کینګز او کویټي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د یادي لوبي ټاس یار بچه د کراچي کینګز لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.

کراچي کینګز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د اووه لوبغاړو په زیان يي ١٧٦ منډې ترسره کړي او کویټې لوبډلې ته يي په شل اورونو کې يي ١٧٧ منډو هدف ورکړه.

کراچي کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهني کې دانش عزیز چټکې ٤٥ منډې په ١٣ توپونو او شرجیل خان هم ٤٥ منډې په ٣٤ توپونو باندي يي ترلاسه کړي.

کویټې لوبډلې لپاره اریش خان څلور ویکټې ترلاسه کړي.

کویټه لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي. په شل اورونو کې يي د شپږو لوبغاړو په زیان يي ١٦٢ منډې ترلاسه او لوبه تري د کراچي کینګز لوبډلې د ١٤ منډو په توپیر وکټله.

د لوبي غوره لوبغاړي دانش عزیز ونومول شو.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې نهه لوبي ترسره کړي چي د یادو نهه لوبو څخه يي اووه لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د څوارلس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د ملتان سلطان لوبډله ده چي نهه لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پینځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لس لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اته لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ