انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندي یو ورځینو لوبو ته لوبډله اعلان کړه | خبریال

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندي یو ورځینو لوبو ته لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې انګلستان ته د دري شل اوریزو او همدارنګه د دري یو ورځینو لوبو لپاره سفر کړي.

چي انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندي د یو ورځینو لوبو لپاره خپله شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

چي په یاده لوبډله کې یون مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوني برسټو، سم بلینګز، جوس بټلر، سم کرن، توم کرن، لیم داوسن، جیورج ګارتن، لیم، عادل رشید، جوی روټ ، جیمسن روی، ډیويډ ویلی، کریس ووکس او مارک ووډ شامل دي.

همدارنګه د یادو یو روځینو لوبو څخه لومړني یوه ورځیني لوبه د ٢٠٢١ کال د جون میاشتې په نهه ویشتمه نیټه د سه شنبي په ورځ ترسره کیږي.

دوهمه یوه ورځینې لوبه يي د جولای د میاشتې په لومړي او دریمه لوبه يي د جولای د میاشتې په څلورمه نیټه ترسره کیږي.

همدارنګه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټولې ٧٥ یو ورځینې لوبي ترسره شوي چي د یادو ٧٥ یو ورځینو لوبو څخه يي ٣٦ لوبې يي سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې او ٣٦ لوبې انګلستان کرکټ ملې لوبډلې کټلې دي.

د یادولو وړ ده چي د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په روان کال کې د یو ورځینو لوبو توپ وهونکو کې جونې براستو ډیرې منډې ترلاسه کړي نوموړي په دري لوبو کې ٢١٩ منډې ترلاسه کړي چي په یادو لوبو کې يي اوچت سکور یي په یوه لوبه کې يي ١٢٤ دې. ورپسي بل لوبغاړې بین سټوکس دي چي د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره يي په یو ورځینو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو يي ډیرې منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي په درې لوبو کې يي ١٣٥ منډې ترلاسه کړي چي په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ٩٩ دي.

همدارنګه سریلانګا کرکټ ملې لوبډلې لپاره په یو ورځینو لوبو M D ښه توپ وهنه ترسره کړي ده نوموړي په ٦ یو ورځینو لوبو کې يي ٢٧١ منډې ترلاسه کړي چي په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ٩٦ دې.

د یادولو وړ ده چي یادو یو ورځینو لوبو ته سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې هم خپله لوبډله اعلان کړې ده او یادو لوبو ته يي چمتوالې ښودلې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ