اسلام اباد، ملتان، پیښور او کراچۍ لوبډلې دویم پړاو ته لاړې خو کویټه او لاهور بهر شوي | خبریال

اسلام اباد، ملتان، پیښور او کراچۍ لوبډلې دویم پړاو ته لاړې خو کویټه او لاهور بهر شوي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالي چي د پاکستان په کوربه توب پیل شوي وي خو د څوارلس لوبو کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله وځنډول شو. خو څه موده وروسته د یاد لیګ پاتې لوبې په متحده اماراتو کې پیل شوي. چي هري لوبډلې پکې لس لس لوبې ترسره کړي د یادو لوبډلو څخه څلور لوبډلې يي دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه او دوه لوبډلې يی د دوهم پړاو سیالیو څخه بهر شو.

هغه لوبډلې چي دوهم پړاو سیالیو ته لاره موندلې ده په لاندې ډول دي.

لومړي اسلام اباد یونایتید لوبډله ده چي دوهم پړاو سیالیو ته يي لاره موندلې ده.

دوهم: ملتان سلطان لوبډله ده

دریم: پیشاور زلمې لوبډله

څلورم: کراچۍ کینګز لوبډله ده.

خو لاهور قلندرز او کویټه لوبډلې د دوهم پړاو سیالیو څخه بهر شوي دي.

همدارنګه د نمرو په جدول کې اسلام اباد یونایتید لوبډله په لومړي مقام کې شتون لري. اسلام اباد لوبډلې لس لوبي ترسره کړي چي د یادو لوبو څخه يي اته لوبي يي کټلي او دوه لوبي يي بایللي دي. د شپاړس نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي مقام کې قرار لري.

په دوهم مقام کې د ملتان سلطان لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي پینځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لس نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.

په دریم مقام کې د پیشاور زلمي لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې قرار لري.

په څلورم مقام کې د کراچي کینګز لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پنځه لوبي يي کټلي او پنځه لوبي يي بایللي دي د لسو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې قرار لري.

په پنځم مقام کې د لاهور قلندرز لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لسو لوبو څخه يي پینځه لوبي يي کټلي او پینځه لوبي يي بایللي دي د اتو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې قرار لري.

په شپږم مقام کې د کویټه لوبډله ده چي لس لوبي يي ترسره کړي چي د یادو لس لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او اته لوبي يي بایللي دي د څلورو نمرو په درلودلو سره په شپږم یعني وروستي مقام کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ