د محمد نبي پر ځاي فرید ماموندزی د بورډ غړی ټاکل شوی | خبریال

د محمد نبي پر ځاي فرید ماموندزی د بورډ غړی ټاکل شوی

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه الرونډر لوبغاړې محمد نبي چي د افغانستان کرکټ بورډ غړيتوب درلوده. د نوموړي پر ځاي په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی د بورډ غړی ټاکل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د ولسمشر په حکم د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عيسی خېل د بورډ له غړيتوب لرې شوی او په ځای يې په هندوستان کې د افغانستان اوسنی سفير محمد فريد ماموندزی د بورډ غړی ټاکل شوی.

کرکټ بورډ وايي:

“ښاغلی فرید ماموندزی په نړیوالو مالي چارو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. نوموړي د امنیت شورا د سیاسي چارو مشاور، د مالیې وزارت د خصوصی سکتور د پرمختیا مشاور، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مشاور، په زراعت وزارت کې د مالي او عملیاتې برخې مشاور، د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې استاد او همدارنګه د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین په حیث دندې ترسره کړې دي؛ چې اوس مهال په هندوستان هېواد کې د افغانستان لوی سفیر دی”.

د بورډ په خبره چې افغانستان د متحده عربي اماراتو تر څنګ په هندوستان کې هم د خپلو لوبو کوربتوب کوي نو په ياد هېواد کې د نورو لوبډلو سره د لوبو او مالي ملاتړ په پېدا کېدو کې به د ښاغلي ماموندزي ټاکل ګټور ثابت شي.

بايد وويل شي چې د بورډ د غړي په توګه د محمد نبي په ټاکل کېدو ځينو کرکټ څارونکو نيوکه کړې وه او په کرکټ بورډ يې انتقاد کړی وو چې د ملي لوبډلې د برحال غړي په توګه د نبي ټاکل کېدل ګټور نه دي او د ګټې په ځای لا ډېرو جنجالونو ته لار هواروي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ