مجیب ځدران په یو پیغام کې د عبدالله مقري په مړینې خواشیني ښودلي | خبریال

مجیب ځدران په یو پیغام کې د عبدالله مقري په مړینې خواشیني ښودلي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان سلو توپ اچونکې محیب الرحمن د افغانستان حماسي سندرغاړي عبد الله مقري په مړینه خواشینې ښودلي ده.

عبدالله مقري په کابل کې د نږدې دوو اونیو راهیسې د سختې کرونا له کبله په یوه روغتون کې په بستر پروت و چې له سختې ساه بندۍ وروسته یی پرون ساه ورکړه.

مجیب ځدراڼ په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فسبوک رسمي ادرسونه د خپلې خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

مجیب ځدران
(کرونا ویروس له امله د هېواد د وتلې څهره او حماسي سندرغاړي عبدالله مقري ژوند واخیست دغه نوميالی هنرمند د څو روځو راهیسې د کرونا ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر و لله ج دې ورته جنت الفردوس په نصیب کړي.دراني کورنۍ او دوستانو ته د الله ج له دربار څخه صبرِ جمیل غواړم)

د عبدالله مقري ژوند لیک:

د هیواد حماسي شاعر، لیکوال هنرمند عبدالله مقری د مولوی عبدالوهاب زوی د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د غويي( ثور) میاشتې ۲۸ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په کوچال کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې وغړولې.
لومړنۍ زده کړې یې په دیني برخه کې د خپلې سیمې اړوند مدرسه کې ترسره، وروسته بیا د منځنیو زده کړو په موخه کندهار ولایت ته ولاړ او د منځنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې یې رسمي دنده پیل کړه.
ارواښاد عبدالله مقري د هغې لیونی مینې له وجې چې له خپل هیواد او خلکو سره لرله د رسمي دندې ترڅنګ حماسي شعرونه هم لیکل، ددې لپاره چې د هغه شعرونه حماسي و او په شعرونو کې یې د وخت ناخوالې، د خلکو او هیواد درد بیان شوی و، نو د وخت د سیاسي حالاتو او ناخوالو له وجې هیڅ یو سندرغاړی دې ته حاضر نشو څو د هغه شعرونه د سندرو په بڼه ووایي، او ارواښاد یې دې ته اړ کړ څو خپل حماسي شعرونه او ترانې د ښې اغیزې په پار په خپل آواز ووايي، چې لومړی ځل یې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې د سندرو په بڼه د خپلو لیکل شوو شعرونه ثبت پیل کړ او تر دې دمه یې څه باندې ۱۴۰ غږیزو او ویډیويي سندرو څخه زیاتې ثبت او د افغانستان له ملي راډیو ټلویزیون څخه خپرې شوي چې له دغو حماسي سندرو څخه یوه هغه چې د افغانانو پر ژبه ده ( دا د آزادۍ خاوره) سندره ده.
په هیواد کې د ۷۰ لسیزې کورنیو جګړو د نورو افغانانو په شان ارواښاد عبدالله مقری هم کډوالۍ ته مجبور کړ چې لومړی کوزې پښتونخوا او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ. د کډوالی په وخت کی یې شاوخوا ۱۲۰ کسېټونه ثبت کړل چې د خپلې هیوادنۍ مینې تنده به یې ورباندې ماتوله. عبدالله مقري د ژوند، هیواد او افغان ولس ناخوالۍ، د کډوالۍ ژوند او نورې ترخې شیبې د شعر په ژبه او خپلو سندرو کې ویلي او هغه یې د خپل دردمند زړه د دردونو کمولو او د ملت د راویښولو او یووالي یوه وسیله بیان کړې.
ددې ترڅنګ نوموړي په خپلو سندرو کې د افغانانو د ویښولو او خوځښت په پار داسې چیغې زمزمه کړي چې کولای شي د هغوی لپاره یو لوری وټاکي.
مرحوم عبدالله مقری د هیوادنۍ مینې له وجې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې بیرته هیواد ته راستون شو، ځکه هغه افغانستان لیلی او ځان یې د هغه مجنون باله.
له ارواښاد عبدالله مقري څخه هیواد ته له فرهنګي او معنوي میراث پرته دوه لوړنې او پینځه زامن پاتې دي چې یو زوی يې میرخان مقری د موسیقي په ډګر د خپل اروښاد پلار د پاتې آرمانونو د پوره کولو لپاره کار کوي.

د هیواد نوموتی حماسي شاعراو هنرمند عبدالله مقری د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي (جوزا) میاشتې په ۳۰ نیټه په کابل کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې
کړې.

روح یې ښاد، په ګور یې نور او یادونه یې تل پاتې

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ