نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې د دریمې ورځ تر پای یي دوه ویکټې دلاسه ورکړي | خبریال

نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې د دریمې ورځ تر پای یي دوه ویکټې دلاسه ورکړي

خبریال وېبپاڼه / د هند او نیوزیلینډ کرکټ لوبډلو تر منځ د ټېسټ چمپینشپ پایلوبه چې د دواړو هېوادونو تر منځ په انګلستان کې روانه ده، هندوستان لوبډله په ۲۱۷ منډو وسوځیده.

دغه لوبه چې تیره ورځ د جون په ۱۹مه نېټه د هند لوبډلې په توپ وهني سره پیل شوه، هند په خپل لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د جون په ۱۸مه نېټه پیل شي خو په انګلستان کې د اورښت له امله دغه لوبه وځنډیده او پرون د جون په ۱۹مه نېټه پیل شوه، چې هند لوبډلې د لوبې پیل وکړ، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

د دغې خوندورې لوبې مزه ټوله باران خرابه کړې ده دا ځکه چې په لومړۍ ورځ زیاتو د کرکټ مینوالو د لوبې لیدلو لپاره ټیکټونه اخیستې ول خو د باران له امله لوبغالي ته رانغلل.

زیاتره د کرکټ تبصره کوونکي هم په دې اند دي چې د باران له امله د هند لوبډله په کمو ۲۱۷ منډو سوځیدلې ده.
هند ته په توپ وهنه کې اجنکیا ریحاني ۴۹، لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۴۴، روهیت شرما ۳۴، شوبمن ګېل ۲۸، آشوین ۲۲ او جدیجا ۱۵ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ له لوري کایل جیمیسن پنځه، ټیم ساوتي یو، نیل واګنر او ټرینټ بولټ ۲-۲ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

نیوزیلینډ له لوري کایل جیمیسن پنځه، ټیم ساوتي یو، نیل واګنر او ټرینټ بولټ ۲-۲ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

همدارنګه د نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلې اوس خپله توپ وهنه پیل کړې او د دریمې ورځ تر پاې يي د ٤٩ اورونو په لوبولو سره يي ١٠١ منډې ترلاسه کړي. او دوه لوبغاړې يي د لاسه ورکړي دي.

د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې لپاره توپ وهنه کې يي ټام لیتهیم په ١٠٤ توپونو باندې يي ٣٠ منډې جوړي کړي او د رویند چندرا له لوري وسوځول شو.

همدارنګه ډیويډ کانوای په ١٥٣ توپونو باندي يي ٥٤ منډې ترلاسه کړي او د ایشنټ شرما لخوا وسوځول شو.

د یادولو وړ ده چي نن به یو ځل بیا د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډله خپلې پاتې توپ وهني ته دوام ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ