د پي ایس ایل سیالیو په دوام نن په یاد لیګ کې دوه لوبې ترسره کیږي | خبریال

د پي ایس ایل سیالیو په دوام نن په یاد لیګ کې دوه لوبې ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پې ایس ایل لیګ سیالیې چي شپږم پړاو يي په پاکستان کې پیل شوي وه خو د څوارلس لوبو له ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله ځنډیدلي وه. خو يو ځل بیا د یاد لیګ پاتې لوبې په متحده اماراتو کې پیل شوي. چې هري لوبډلې پکې لس لس لوبې ترسره کړي. او د شپږو لوبډلو څخه يي څلور لوبډلې يي دوهم پړاو ته لاره پیداکړه او دوه لوبډلې د ياد لیګ د دوهم پړاو سیالیو څخه بهر شوي.

اسلام اباد یونایتید ، ملتان سلطان، پیشاور زلمې، او کراچۍ کینګز لوبډلو دوهم پړاو ته لاره پیداکړه. خو د راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډله او د طاهر خان اړوند کویټه لوبډله د یاد لیګ د دوهم پړاو سیالیو څخه بهر شوي.

اوس د دوهم پړاو سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره کیږي.

لومړنې لوبه او د یاد لیګ ٣١ مه لوبه د اسلام اباد یونایتید او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. یاده نیمه پایلوبه نن مازدیګر مهال پینځه بجي ترسره کیږي

د یادولو وړ ده چې د ملتان سلطان لوبډلې سره د افغان لوبډلې چټک توپ وهونکې او ویکټ ساتونکې رحمن الله ګربز هم شتون لري.

رحمن الله ګربز ته په یاد لیګ کې تراوسه پوري په یوه لوبه کې چانس ورکړل شوي او تر هغي وروسته بیا په لوبو کې ونه لیدل شو. د نوموړي په اړه یو شمیر راپورونه ورکړل شو چي نوموړي تبه او زکام لري او د لوبډلې څخه جدا او قرنطین شوي. خو د نوموړي صحت په اړه راپورونه ورکړل شوي. چې نوموړي اوس مهال جوړ او لوبو ته اماده دي. زیات امکان لري چي نوموړي دي ملتان سلطان لوبډله په نني لوبه کې ولوبوي.

د نن ورځ دوهمه لوبه او په د یاد لیګ ٣٢ لوبه بیا د پیشاور زلمو او کراچې کینګز لوبډلو ترمنځ ماسخوتن مهال ترسره شې.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې پیشاور زلمو لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي تکړه توپ وهونکې حضرت الله ځاځې، او وقار سلام خیل لوبيږي.

او کراچې کینګز لوبډلې سره هم دوه افغان لوبغاړي لوبیږي چي نجیب الله ځدران او نور احمد لکڼوال لوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ