محمد رضوان نوي ریکارډ جوړ کړ | خبریال

محمد رضوان نوي ریکارډ جوړ کړ

خبریال ویب پاڼه – محمد رضوان نوي ریکارډ جوړ کړ

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي محمد رضوان هغه ریکارډ مات کړ، چې مخکې د شعیب ملک په نوم وو، هغه دا چې په یوه کال کې یې ۱۰۰۰ منډي ترسره کړې.

رضوان دې ریکارډ ته هغه وخت ورسېدې، کله چې یې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې پروړاندي لوبه کول، رضوان په یاد کال کې ۹ سلیزي ترسره کړي وې.

د رضوان سربیره ، شعیب ملک ، بابر اعظم ، عمران نذیر ، عمر اکمل ، احمد شهزاد او محمد حفیظ تر دې دمخه په یوه کال کې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړي وې.

او په دوهم ځای کې اوس د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی شعیب ملک شامل دي، هغه څلور ځله توانېدلي، چې په یوه کال کې ۱۰۰۰ منډي جوړي کړي، په ۲۰۱۴، ۲۰۱۶، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې یې دا ریکارډ جوړ کړي وو.

د دې ترڅنګ په ۲۰۲۰ کال کې محمد حفیظ توانېدلي وو، چې ۱۰۰۵ منډي په ۲۰۱۶ کال کې عمر اکمل ۱۳۸۶ منډي جوړي کړي وي، په ۲۰۱۲ کې احمد شهزاد ۱۱۳۶  منډي او په همدې ۲۰۱۲ کې عمران نذیر هم توانېدلي وو، چې ۱۰۰۰ منډي بشپړي کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ