رحمن الله ګربز ولې د خلکو د نیوکو لاندې راغلي | خبریال

رحمن الله ګربز ولې د خلکو د نیوکو لاندې راغلي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې چټک پیلز توپ وهونکې او ویکټ ساتونکې رحمن الله ګربز په ورستیو د یوشمیر خلکو تر نیوکو لاندي راغلې دي.

نوموړي باندې له دي امله نیوکې شوې چي زیات وخت په ټولینزو رسنیو یعنې ټیک ټاک کې تیروي او ویډوګاني جوړه وي.

رحمن الله کربز بیا د خلکو د نیوکو په جواب کې ویلې چي مونږ هم د ژوند څخه د خوند اخیستلو حق لرو. نوموړي همدارنګه ویلې چي ټیک ټاک په وزګار وخت کې استعمالوې او د تمرین او لوبې وخت پرې نه استعمالوې. نوموړي زیاته کړه چې کله هم د لوبې یا تمرین څخه ستړي راشي نو د خپلې سټړیا د ختمولو لپاره له خپل فامیل او همدارنګه د خپلو مینوالو سره د ټولینزو رسنیو په واسطه خبري کوي.

همدارنګه رحمن الله کربز زیاته کړه که چیري ټیک ټاک د نوموړي فیټنس او لوبو او تمریناتو ته په زیان وي نو نوموړي به ټیګ ټاک پریږدي او یوه ویډیو به هم جوړه نکړي.

رحمن الله ګربز زیاته کړه چې نوموړي په خپل فیټنس باوري دي. او ټیک ټاک د نوموړي په لوبو او تمریناتو کومه اعیزه نه کوي.

رحمن الله ګربز د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې په کډون د نړې په زیات شمیر سوداګریزو لیګونو کې لوبیدلې دي. نوموړي اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ملتان سلطان لوبډلې سره لوبیږي او لوبډله يي د پاکستان سوپر لیګ کې دوهم پړاو ته لاره پیداکړه.

رحمن الله ګربز اوسمهال په متحده اماراتو کې د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالیو کې د ملتان سلطان لوبډلې سره لوبیږي.

نوموړي ته په یوه لوبه کې چانس ورکړل شو او بیا په نورو لوبو کې ونه لیدل شو.

نوموړي وویل، له دې وروسته به پر ټیک ټاک د هغه د کرکټ د لوبو، تمرین او نورو ښه ښه شاټونو ویډیوګانې پورته کیږي او د مینه والو له نیوکو وروسته نور نه غواړي چې عادي ویډیو ګانې جوړي او خپرې کړي.

رحمان الله ګربز په خپل ټیک ټاک اکاونت تر نن ورځې پورې له یولک او ۳۳ زرو څخه زیات فالورز لري او هم یې ټولو ویډیوګانو ټوټل یو اشاریه نهه ۱.۹ میلیونه لایک اخیستي دي یعنې خلکو خوښې کړي دي.

د یادولو ده رحمان الله ګربز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوازینی لوبغاړی دی چې تر ډیره خواله رسنۍ په خاص ډول ټیک ټاک ډیر کاروي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ