نوین الحق یو ځل بیا خپلې لوبډلې لپاره غوره توپ اچونه ترسره کړه | خبریال

نوین الحق یو ځل بیا خپلې لوبډلې لپاره غوره توپ اچونه ترسره کړه

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکې نوین الحق چي اوسمهال د انګلستان شل اوریز لیګ یا ویټالیټې بلاسټ سیالیو کې لوبیږي.

نوموړي خپلې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کېغوره توپ اچونه ترسره کړه.چې په څلورو اورونو کې يي د ٤٣ منډو په ورکولو سره يي دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړي او لوبه يي وکټله.

د بل خوا محمد نبي بیا د خپلې لوبډلې لپاره سټیل بکس لوبډلې سره خپله دوهمه لوبه ترسره کړه. نوموړي په یاده لوبه کې په توپ وهنه کې په ٢٦ توپونو باندې يي ٣٢ منډې ورکړي او په توپ اچونه کې يي بي له کومي ویکټې يي په څلورو اورونو کې يي ٢٦ منډې ورکړي

همدارنګه نوین الحق په بلاسټ سیالیو کې دوهم نمبر ډیرې ویکټې ترلاسه کوونکې دي. نوموړي په شپږو کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ٢٦ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې ترلاسه کول دي.

همدارنګه نوین الحق په بلاسټ سیالیو کې دوهم نمبر ډیرې ویکټې ترلاسه کوونکې دي. نوموړي په شپږو کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ٢٦ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې ترلاسه کول دي.

نوین الحق چي اوسمهال یوویشت کاله عمر لري. د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ د نړې په ګڼ شمیر سوداګریز لیګونو کې لوبیدلې دي.

نوموړي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره يي اته شل اوریزې لوبې ترسره کړي او په یادو اتو شل اوریزو لوبو کې يي ١٣ ویکټې يي ترلاسه کړې دي.

همدارنګه اووه یو ورځینې لوبي يي هم ترسره کړي دي چي په یادو اووه یو ورځینو لوبو کې يي ١٤ ویکټې يي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ